برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۳ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغانستان د خبريالانو د کار لپاره تر ټولو خطرناک ځاى دى

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى وايي، سره له دې چې افغانستان د خبريالانو د کار لپاره يو تر ټولو خطرناکه ځاى دى، خو دوى د خبريالانو د خونديتوب او د معافيت پر وړاندې د مبارزې لپاره خپله ژمنه تازه کوي.


دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې په ډاګه شوى چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (يوناما) له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په دې خبرپاڼه کې ويلي چې ملګري ملتونه د رسنيو د نړيوالې ورځې په مناسبت افغانستان ته د ازادو او خپلواکو رسنيو د لرلو او د هغو د پرمختګ کولو په خاطر مبارکي وايي.
خو ده زياته کړې چې په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي د نه زغم وړ په بيه ترلاسه شوې ده، د غويي په لسمه چې لسو خبريالانو په بې رحمه بريدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، موږ نه شو کولی د دغو وحشیانه اعمالو پر وړاندې له غوسې پرته بل احساس ولرو.
دوه ورځې مخکې په کابل کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې ٩ خبريالان ووژل شول او په خوست کې نامعلومو وسله والو د بي بي سي خبريال هم وواژه.
د هغه په وينا، ملګري ملتونه پوهیږي چې افغانستان د خبریالانو د کار لپاره یو تر ټولو خطرناکه ځای دی او دوى د خبریالانو د خوندیتوب او د معافیت پر وړاندې د مبارزې لپاره خپله ژمنه تازه کوي.
دى وايي، سږ کال دغه ورځ د – ځواک سمبال وساتئ: رسنۍ، عدالت او د قانون حاکمیت – په شعار نمانځل کېږي، چې دا د رسنیو د ازادۍ لپاره د حقوقي تضمینونو او د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د عدلي او قضایي تعقیب د باوري کولو لپاره قضایي رول ته ځانګړې پاملرنه کوي. په عین وخت کې، دغه شعار په باثباته پرمختګ په ځانګړې توګه د ټاکنو، د اداري فساد د له منځه وړلو، د شفافیت د څار، د حساب ورکړې او د قانون د حاکمیت په برخه کې د رسنیو ونډه په ګوته کوي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى زياتوي، په داسې حال کې چې موږ د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله ورځ د افغانستان د مطبوعاتو د کارکوونکو ګڼ شمېر لاسته راوړنې نمانځو، هغه خبریالان هم چې په افغانستان کې یې خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، په یاد ولرو.
ده ويلي، یوناما په تېر ۲۰۱۷ کال کې له شخړو سره په تړلو پېښو کې د ۱۴ خبریالانو وژنې او د ۲۰۱۸ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ۱۱ خبریالانو وژل کېدل او د شپږو نورو ټپي کېدل ثبت کړي دي، د دې ترڅنګ ګڼ نور د خپلو دندو د ترسره کولو پرمهال له ځورولو، وېرې، وهلو ټکولو اغېزمن شوي دي.
تدامیچي یاماموتو زياته کړې: “د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ هغه وخت دی چې موږ د خبریالانو د خوندیتوب لپاره هر هغه کار مو چې په وس پوره وي، ترسره کړو او د هغو ځواکونو د په نښه کولو په موخه چې رسنۍ ګواښي، د ګامونو پورته کولو لپاره خپل ګډ مکلفیت ترسره کړو.”

د هغه په خبره، ملګري ملتونه په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړي دي. زموږ د بشري حقونو د څانګې کارکوونکي له وسله والو شخړو سره تړلي د رسنیو پروړاندې جنایتونه ثبتوي او یونسکو د ملګرو ملتونو د مشرتابه بنسټ په توګه د خبریالانو د خوندیتوب او د معافیت پر وړاندې د مبارزې لپاره له خپلو افغان همکارانو سره په ګډه د خبریالانو پر وړاندې جرمونو د ثبت په ډیټابیس او همدارنګه عدالت ته د دغو جرمونو د عاملانو د راکاږلو په نورو اقداماتو کار کوي.
نوموړى وايي، ملګري ملتونه د افغانستان د ازادو مطبوعاتو دفاع ته ژمن دى او هر هغه څه مو چې په توان کې دي، له ازادو رسنیو څخه یې د ملاتړ لپاره کاروو، څو ټول خبریالان، افغان رسنۍ او د بهرنیو رسنیو کارکوونکي وتوانیږي چې له ډار، ځور، وېرې او برید پرته خپل کار وکړي او رسنۍ وتوانیږي چې په خوندي ډول په داسې چاپېریال کې کار وکړي چې د دوی پر وړاندې جرمونه په بېړنۍ او اغېزناکه توګه تعقیب او ارزول کېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى څرګندوي چې د مطبوعاتو د ازادۍ په ورځ ملګري ملتونه له خبریالانو سره خپل ملاتړ په ډاګه کوي. موږ د افغانستان د حکومت له لوري د هغو هڅو چې د خبریالانو خوندیتوب لا ښه کوي او د ازادو رسنیو د ودې، چې هېڅ غږ د وېرې له امله نه غلی کېږي، خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي