برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۵ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغانستان د امريکې فوځي شتون ته ضرورت نه لري.

آریانانیوز: عبدالله د سوئيزلېنډ په ډاووس کښې د اقتصادو د نړيوالې ټولنې د غونډې ترڅنګه تاکيد وکړ، د افغانستان او امريکې ترمېنځ د دائمي فوځي اډو په اړه څه موافقه شتون نه لري او که په افغانستان کښې صلح ټينګه شي نو په دغه هېواد کښې حتی يو بهرني فوځي ته هم ضرورت نشته. د جنورۍ په وړومبيو کښې اېکسپرېس ټربيون ورځپاڼې د حکومتي سرچينو په نقل سره رپوټ ورکړ چې امريکائي ډېپلومېټانو په متحده عرب اماراتو کښې د دسمبر په مياشت کښې له طالب استازيو سره په خبرو اترو کښې په افغانستان کښې د امريکې د فوځي اډو په ساتنه تاکيد کړے دے. د اېکسپرېس ټربيون دغه رپوټ ښودنه کوي چې امريکه له طالب ډلې سره په پټو خبرو اترو کښې کوشش کوي چې دغه ډله په افغانستان کښې د امريکې د فوځي شتون د دوام قبلولو ته راضي کړي. دا په دې معنا ده چې د امريکې له نظره چې په افغانستان کښې د امنيت او صلحې له ټينګښت سره د مرستې ادعا لري ترجيح يې په دغه هېواد کښې د خپل فوځي شتون ساستنه ده.که څه هم امريکې له افغان حکومت سره امنيتي معاهده لاسليک کړې ده چې په دې بنياد په دغه هېواد کښې څو فوځي اډې په اختيار کښې لري، خو د صلحې له موافقه ليک نه پس په افغانستان کښې د امريکائي ځواکونو شتون ته د نه  ضرورت په اړه د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرائي مشر عبدا… عبدا…  څرګندونې په دې معنا دي چې کېدې شي د امنيتي معاهدې د مهلت له ختمېدو وروسته دغه معاهده تمديد نه کړي. دغه معاهده په ۲۰۱۴ کال کښې د لسو کلونو لپاره لاسليک شوې ده.
امريکائي لوړ رتبه جرنېلسټ رېچرډ کوهن په واشنګټن پوسټ کښې په يوه مقاله کښې چې سپوټنېک خبري اژانس خپره کړه باوري دے چې «د امريکې سياستونو ته په پام سره د افغانستان جنګ ختمېدونکے نه دے او امريکه دا جنګ نه شي ګټلې او پکار دي له دغه هېواد څخه د وتلو حقيقت قبول کړي.»
افغان حکومت په دې باوري دے چې د ټولو افغان قومي او سياسي ډلو په اهتمام سره به په دغه هېواد کښې د صلحې او امنيت د ټينګښت لپاره نه يوازې نور په افغانستان کښې د بهرنيو ځواکونو شتون ته ضرورت نه وي بلکه دغه هېواد په سيمه کښې د ثبات او امنيت اړم کېدې شي. دغه موضوع په کامله توګه د افغانستان د خلقو لخوا له پرديوسره د مخالفت له روحيې سره سمون خوري او ښودنه کوي چې د امريکايانو د تصور باوجود د افغانستان خلق به د تل لپاره هغوي قبول نه کړي.
مخکيني افغان ولسمشر حامد کرزي له قزاق ټي وي چېنل سره په مرکه کښې په افغانستان کښې د وروستۍ اتلس کلنۍ ناامنۍ او د ترهه ګرۍ د زياتېدو اصلي دليل د امريکې غلط سياستونه وبلل او تاکيد يې وکړ چې دغه هېواد يې منلو ته حاضر نه دے.»
په هر حال امريکه په سيمه کښې په خپلې فوځي اډې باندې د افغانستان په بدلولو سره کوشش کوي له دغه هېواد څخه مرکزي اېشيا او قفقاز ته د ترهه ګرۍ او تند لاريتوب د ټرانزېټ لپاره د يوې اډې په توګه استفاده  وکړي. د داسې حالت نتيجه په افغانستان کښې د بحران او ناارامۍ دوام دے چې کولې شي د دغه هېواد د اقتصادي او اجتماعي ودې د پروګرامونو اجرا د کلونو لپاره وځنډوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي