برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

افغانان د اشغال په اور کې

د ۲۰۰۱ کال څخه د ۲۰۱۶ تر نیمای پورې یعنې په ۶زره ورځو کې په افغانستان کې ۱۱۱ زره انسانان وژل شوي دي د امریکا د یوه پوهنتون د څیړنې له مخې ۴۲ زره وسلوال طالبان ۳۰ زره افغان ځواکونه او ۳۱ زره ولسي وګړي دي چې ۱۰۳ زره یې صرف افغانان شول
۶ زره امریکایي فوځیان قراردادیان او ۱۱ زره د ناټو غړي یادوي
د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر عمر داودزی بیا وایي چې نا د کره څرګندونو له مخې زمونږ فوځي تلفات له دې څو چنده زیات دي
ښااا د رښتیا او درواغو خو ټول دا دعوه کوو چې افغان ځواکونه مو وروڼه دي او طالبان مو هم وروڼه دي ټول یو افغانان یو
له دې هم څوګ انکار نشي کولی چې را پیښې ناخوالې مرګونه او غمونه ټول د اشغال او راغلو کفارو زیږنده ده
نو بیا ولې د امریکا پاتې کیدو ته ناولي دلایل تراشو؟
ولې یې په وړاندې د وتو غږ نه اوچتوو؟
ولې یې په د خطاوځو چې وطن راته جوړوي سره دا دې چې زمونږ خالق ج راته فرمایي چی کفار تر هغو ستاسو دوست حواحوږي نشي جوړیدلی له تاسو به رضا نشي تر څو چې د دوی د دین طابع نشئ . دا چې په خپله مسلمانۍ کلک یقین لرو رب د فضل راباندې وکړي بیا ولې د خیر طمع ترې کوو؟
د هغو یهودو لمسي بی ادبي معاف چې خپلې ښځې به یې د میاشتنۍ ناروغۍ پر وخت د غواوو سره یو ځای ساتلې ډوډۍ به یې لکه د خیواناتو له بهار ور اچوله نن مونږ ته د بشریت درس راکوي د ښځو حقوق راښایي افسوووس زمونږ ځینې جاهلان هم دا ناره په ډیر جرئت ورسره بدرګه کوي
هو یوه خبره شته چې یو غریب افغان هم د امریکا په پاتې کیدو خوښ نه دی ټول هغه غټ خیټي د امریکا په شتون خوښ او دې، اور ته لمن وهي چی په روانه جګړه کی یې شخصي ګټې نغښتي، زامن یی د جګړې په اور کی نه سوځي بچیان یې په خارج کې په امن او اعلی پوهنتون کې په لوړه خرچه درسونه وایي
خو د یو دهقان شپانه بې وسه او مجبور افغان له مجبورۍ نه په ګټه یې زامن د څو پیسو په خاطر د جګړې لومړۍ کرښې ته ور ټېل وهي د مرګ نه وروسته یې د وطن لپاره د قربانۍ شهادت او آتل په القابو کورنۍ ته مبارکي ورکوي تر څو آینده کې د نورو خوارانو د مرګ په اور د خپلې خېټې دوزخ ګرم وساتي
ولې یې دا قرباني آتلوالي او شهادت په خپلو بچیانو پیرزو نه دی؟
له ځانه به دا د خوار دهقان او مجبور افغان بچي ورګران وي؟ نا هیڅ کله م نا
له د هرڅه ور ایخوا امریکا او ملګرو یې په ۱۷ کالونو کې د افغانستان کوم ځای اساسي راته جوړ کړو؟
صرف د یو څه نمایشي ابادۍ ور ایخوا ټولې پیسې شخصي جیبونو ته لاړې چا په خارج کې بنګلې واخیستې د چا په بانکونو کې د شتمنۍ خساب نشي څوګ د کورنۍ په شمول خارج ته لاړل څوګ روان دي
والله ماته د ټول افغانستان د جوړېدو نه د افغان ژوند ارزښت لري
د افغانستان دا نمایشي ابادي خا ده که د وژل شوو افغانانو ژوند به ښه وو؟ زه خو وایم چې همغه کونډوالې او وچه ډوډۍ بهتره وه خو نه د ۳ زرو افغانانو مرګ ۱۰۳ زره خو پر ځای پاتې
هغه متل چې ځای هغه سوځي چی اور پرې بلیږي
د لوړ پوړو یې زموږ په مرګ څه
زما په نظر چې تر څو اشغال موجود وي مونږ حواران به د روان اور د سون توکي یو لکه مخکې چې وو د خلاصون لار یې د اشغال د ختمېدو نه بغېر په بل څه کې نه وینم
په اخر کې الله تعالیﷻ ته په عُجز لاسونه لپه کوم چې یا اللهﷻ ته مو د اشغال څخه نجات نصیب کړې نور مو د یوه شریعي سولییز خپلواک او ازاد افغانستان اوسیدونکي جوړ کړې ربه نور مو د مودو جنګ ځپلي ولس تنده د تل لپاره د سولې او امن په اوبو ماته کړې
لیکنه حیدري خوستی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي