برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اسرائیل اود بشری حقونو نقض

رسنیو خبر ورکړی د فلسطین د عامی روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس ویلی د غوایی په ١٤ د می د میاشتی په ٤ نیټه د جمعی په ورځ په لاریون کی د غزی په ګډه پوله باندی او په اشغال سوی سیمو کی تر ٤٠٠ تنو ډیر ټپیان شوی دی.



دا په داسی حال کی ده چی اسراﺉیلی رسنیو په اشغال سوی د نسبی ارامی خبر ورکړی دی او وضع تر کنترول لاندی اعلان کړی وه. د فلسطین د عامی روغتیا د وزارت د خپرو سویو معلوماتو په اساس په غزه کی دا ټول ټپی سوی کسان د اسراﺉیلی پوځیانو په ډزو کی ټپیان کړی دی او ځنی یی نیولی دی.
په همدی اړه نن روسیا الیوم راپور ورکړی د صهیونستی حکومت پوځیانو نن یکشنبه د غزی په خان یونس شرقی سیمه کی پر یوه ډله فلسطینی ځوانانو ډزی کړی دی.
د فلسطین د عامی روغتیا وزارت اعلان کړی چی د غزی په شرقی خان یونس سیمه کی دوه ځوانان د صهیونستی رژیم د پوځ په ډزو کی په شهاد رسیدلی دی.
ددی دوو شهیدانو نومونه هریو عبدالرحمن قدیح ٢٣ کلن او محمد خالد ابوریده ٢٠ کلن دی.
مخکی له دی زید بن رعد الحسین د بشری حقونو د سازمان کمیسار د صهیونستی نظام د عسکرو عامدانه ډزی پر بیګناه خلګو په شدت سره انتقاد کړی وی.
هغه په دی اړه په واضیح توګه بیان کړی وو چی په دی وروستیو ورځو کی لسګونه فلسطینیان د صهیونستی ژریم په ډزو کی شهیدان سوی او ټپیان سوی دی. لاسته راغلی معلومات دا ښیی چی ټول دا خلګ غیر مسلح کسان دی او هیڅ ګواښ د اسراﺉیلی ځواکونو لپاره نه وو.
ویل کیږی د مارچ د میاشتی د وروستیو څخه تر اوسه په لاریونونو چی هر جمعه ترسره کیږی٥٠ فلسطینیان وژل شوی دی. سربیره پر هغه د ټپیانو شمیر یی ٧٠٠٠ تنو ته رسیدلی دی. ددی ټپیانو له منځه ٢٠٠٠ تنه یی د ګولو په اثر ټپیان شوی دی.
په همدی اړه عینی شاهدانو د غزی په دیر البلح او الزواید سیمو کی سخته چاودنه سوی ده. په راپورونو کی ویل شوی چی په دی انفجار کی ٥ فلسطینیان شهیدان شوی او ٣ تنه نور ټپیان شوی دی.
دا په داسی چی ده چی د عربو اتحادیه د عربستان په مشری تر اوسه د اسراﺉیلو ددی جنایتونو په اړه ځان چپ نیولی دی.
په وروستنیو ګزارشونو کی راغلی دی د جیرو دیتالیا د بایسکیل ځغلونی سیالی د می په ٤ د جمعی په ورځ په بیت المقدس کی پیل سوی چی دری اونی په دوام وکړی. دا سیالی چی په اشغال شویو سیمو کی پیل شوی په کی عربی متحده اماراتو او بحرین ګډون کړی دی.
د ویلو ده چی د تحلیل کوونکو په عقیده د فلسطینیانو رټل د اسراﺉیلی پوځیانو په واسطه د اماراتو، بحرین، عربستان او امریکا د شنه څراغ په ښودلو سره د ترسره کیدو په حال کی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي