برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اختریز اوربند او طالبان ته مشورې

طالب جانه! کوچنی اختر دې مبارک شه، الله تعالی دې دغه بې مثله قرباني او بې ساری جهاد قبول کړه. د معاصر امریکایي فرعون په مقابل کې ستا جهاد چې عام تفکر او او عقلونه یې له درک او محاسبې عاجز دي، دتاریخ هغه کارنامه ده چې تر تا وروسته به د قیامت تر ورځې ټول د اسلام زامن ورباندې وویاړي. تا عجیب کار وکړ. په داسې حال چې د شرق او غرب ټول ملتونه د یکه تاز امریکایي طاغوت په وړاندې د تسلیمۍ په سجده پراته وو. ته را ولاړ شوې، پرته له اتوم او بالستیک توغندویو، پرته له بیړیو، اوبتلونو، سپوږمکیو او نورو وسلو. یوازې د ایمان او توکل محض له وسلې سره د وخت د ستر اټومي طاغوت مقابلې ته ورووتې.
تا په خپل زاړه ماشیندار، د بوشکې په بم او د خپل لاس جوړ کړي ریموټ باندې د امریکایي خردجال تر ټولو وروستی ماډل جنګي ټکنالوژي رانسکوره او له برم څخه وغورځوله. تا د خپل تن په قربانۍ او د تودو وینو په څپانده سیلاب د بوش، بلیر او ټرمپ غرور لاهو کړ. اوس هاغه دی د بوش او بلیر پاته شوني درپسې د سولې ځولۍ ګرځوي او په جینګه خوله درته زارۍ او جیګۍ کوي.
طالب جانه! ستا د د اوولس کلن جهادي سرګذشت په شکل کې الله تعالی موږ ته د خپل قدرت او نصرت عجائب راولیدل. زمو ایمانونه یو ځل بیا په دې خبره تاند او پاخه شول چې د عروج او زوال یوازینی واکمن الله تعالی دی. بې له شکه هماغه ذات دی چې فرعونیان د موسی کلیم الله په لاس راچپه کوي او د ابوجهل معاصر زوذات د محمد صلی الله علیه وسلم د واقعي پیروانو په توسط دنړۍ لپاره عبرت ګرځوي.
نو طالب جانه راځم اصلي خبرې ته!
نن د اختر ورځ ده. خبر شوی یم چې په دې اختر کې د جهادي زعامت لخوا د اولس د هوساینې لپاره درې ورځنی اوربند اعلان شوی. تا چې په تیرو څو کلونو کې ټول اخترونه په جهادي سنګر او د اشغالګرو خلاف په معرکو کې تېر کړي په دې اختر کې به نه پوهیږې چې څه وکړې.
طالب جانه! راځه له دې فرصت نه په استفاده دا څو ورځې د مسلح جهاد په ځای نامسلح جهاد ته وقف کړه.
دا فکر مه کوه چې زما وظیفه یوازې مسلح جهاد او په دښمن ډزې کول دي. دلته ډیر نور مسؤلیتونه شته چې ترسره کیدل غواړي. هو کې اسلام یوازې له مسلح جهاد څخه عبارت نه دی او نه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې یوازې مسلح جهاد کړی و. ډیر نور حقوق شته چې باید پر ځای شي. ډیر نور فرائض او واجبات شته چې باید سرته ورسیږي.
طالب جانه! د اختر په دې درې ورځنۍ رخصتۍ کې د خپلو والدینو ښه خدمت وکړه، د هغوی زړه را خپل کړه ځکه د الله تعالی رضاء د مور او پلار په خوښۍ کې نغښتې ده. والدین له اولاد سره طبعي مینه لري، دا خوند ورکوي چې اولاد یې ورسره وي، نو د مور او پلار زړه او مزاج ساتلو ته ډیر پام لره.
صله رحمي یوه بله ستره فریضه ده. د خپلو وروڼو، خویندو، اکاګانو، ماماخیلو، ترندو ، ګاونډیانو ، جوماتوالو، کلیوالو او نورو خپلوانو او اقاربو پوښتنه کول، له هغوی سره د اختر مبارکي ، یوه پیاله چای نوش کول، له هغوی سره مینه، مجلس او د خپلوۍ احساس ورکول، د هغوی د مریضانو او مسافرو پوښتنه او په خوښیو کې یې شرکت هغه ستره وجیبه ده چې د بل هر مسلمان په شان په تا هم لازمه ده. د اختر له دې فرصت نه په استفاده خپلو خپلوانو او کلیوالو ته دومره مینه ورکړه چې دټول کال د نه لیدلو او غیاب جبیره ورباندې وشي. هغوی ته ثابته کړه چې هر مسلمان د طالب جان په زړه کې ځانګړی مقام لري او طالب له عامو خلکو پردی نه دی.
کوښښ وکړه چې د عامو خلکو په منځ کې له سخت ضرورت پرته له ټوپک سره ونه ګرځې، ټوپک یوازې د دښمن لپاره دی، د خپلو کلیوالو او اقاربو تر منځ د وسلې نمایش ښه کار نه دی،په خبرو، چلند، روغبړ او مجلس کې د فوقیت له احساس څخه په کلکه ځان وژغوره. الله تعالی ته له هرڅه کبر او لویي ډیره منفوره ده. له تواضع، عاجزي او نرمي څخه کار اخله. په هیچا ځان لوړ مه بوله. که د خبرې یا وینا کوله په ډیره نرمي، پرته له جذباتو او توندۍ یې کوه او د الله تعالی دغه امري حکم همیشه په یاد لره چې: واخفض جناحک للمؤمنین ۸۸ الحجر. او مؤمنانو ته دې وزر ښکته کړه. یعني په تواضع ورسره چلند کوه.
طالب جانه د اختر په دې فرصت کې د هغو بیچاره ګانو پوښتنه هم ستا کار دی چې په روان جهاد کې یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي. د کورنۍ خلک یې شهیدان شوي او یا هم معیوب شوي، زخمیان شوي او یا هم بندیان دي. د خپلو شهیدو ملګرو د خپلوانو پوښتنه وکړه،د یتیمانو له حاله یې ځان خبر کړه، د وس په اندازه ورسره مرسته وکړه، ستا دشهیدو ملګرو والدین او خپلوان به ستا په لیدو ځکه خوشالیږي چې ورسره به خپل شهید ور یادیږي او د هغه تنده به یې ستا په لیدو ماتیږي. نو دغه خوشالي د شهیدانو له خپلوانو مه دریغوه. هغوی لکه سکني دوستان داسې وپاله او په اختر کې یې ورشریک شه.
د اختر له فرصت نه په استفاده دخپلې سیمې د علماء کرامو، قومي مشرانو او مخورو مبارکۍ ته هم ضرور ورشه، دوی که له یوې خوا پر تا د مشرتوب حق لري بله دا چې علماء او مشران زموږ په جهادي مبارزه کې اساسي رول لري. همدوی دې چې اولسونه په حرکت راولي. عامه خوځښتونو ته رُخ ورکوي چې ملاتړ خپلول یې خورا اړین دي. له علماء کرامو او قومي مشرانو سره په مجالسو کې باید په ډیره سنګینۍ او هوښیارۍ هغوی ته جهادي داعیه تشریح کړې. دجهاد د اهدافو، د یرغل بلوا او نور ورځنيو جریاناتو په اړه معلومات ورکړې او په خپل قول او کردار سره باید ورته ثابته کړې چې زموږ یوازینۍ هدف د همدې اولس دنیوي او اخروي سعادت او له ګمراهیو او ذلت څخه خلاصون دی.
او په پای کې دا وایم چې طالب جانه! داختر په ورځو کې د درې ورځني اوربند رعایت ته پوره توجه ولره. دغه اوربند په حقیقت کې د ټولو مجاهدینو لپاره د اطاعت امتحان دی. واقعي مجاهدین یوازې هغه دي چې د اوربند په بشپړ رعایت سره په دې امتحان کې کامیاب شي. اطاعت د جهاد له مهمو اصولو شمیرل کیږي نو خدای دې موږ او تاسو ټول له بې اطاعتۍ څخه وساتي.آمین یا رب العلمین
د هغې ورځې په هیله چې د سوله ییز اسلامي نظام تر سیوري لاندې د ډاډ او استقرار ژوند ولرو. نور دې په الله تعالی سپارم .
اختر دې مبارک شه!

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي