برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۲ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

آیا برحق جهاد فتنه ده او که د محمد بن سلمان وروستي اقدامات؟

د امریکا تر اثر رسوخ لاندې ځینو هیوادونو خپل حکومتي عالمان د امریکایي پروګرام او سعودي حکومت د تسهیلاتو له مخې په جده کې راټول کړل تر څو په افغانستان کې د امریکايي متجاوز پوځ په خلاف د تاریخ تر ټولو اوږد مقاومت او دفاعي جهاد نامشروع وبولي. دغه عالمان چې اکثرو یې شرعي صبغه نه درلوده( ږیرې یې خرېیلې وې، پتلون، نیکټایي او غربي لباس یي اغوستی و) په جده کې راټول شول، وروسته مکې مکرمې ته لاړل او په یوه اعلامیه کې یې په افغانستان کې د امریکا پر ضد روان جهاد ( فتنه) وباله. د ټولو قتلونو او ناخوالو پړه یې په طالب مجاهدینو واچوله او د امریکا، ټرمپ، امریکايي پوځ، ټانګونو، جټ طیارو، ډرون بریدونو، بمبار او داسې نورو لغاتو یې هیڅ یادونه هم ونکړه او نه یې په اعلامیه کې ځای ورکړ.
ټول خلک پوهیږي چې دا غونډه نه د افغانستان د سولې شوری ابتکار و او نه هم د اشرف غني، غونډه د امریکا غوښتنه وه او سعودي عربستان د دې لپاره اجراء کړه چې په توسط یي ځان امریکا ته نږدې او په نړیوالو قضایاوو کې ملګری او همکار ثابت کړي. د سعودي نوی ولیعهد محمد بن سلمان چې مخ یې له مکې څخه د واشنګټن پر خوا اړولی دی، په دا ډول اقداماتو غواړي ځان د امریکا وفادار خادم معرفي کړي. په هر حال
د دې غونډې او دا چې سعودي واکمن د مکې د امام په خوله د افغانستان جهاد فتنه بولي لاندې څو خبرې ضروري بولم.
لومړی خو دا چې جهاد او قتال في سبیل الله یو قرآني او الهي امر دی، جهاد ته فتنه ویل خپله یوه داسې فتنه انګیزه خبره ده چې قائل یې کفر ته نږدې کیدلای شي. څرنګه چې جهاد موږ ته محمد بن سلمان نه نه دی راښودلی نو ځکه یې د ده په خوله پریښودلای هم نه شو. جهاد په موږ باندې الله تعالی فرض کړی دی، تر قیامت به فرض وي، نه یې د عادل عدل مخه نیولی شي او نه د ظالم ظلم. جهاد ذروة سنام الاسلام دی. محمدبن سلمان او د ټرمپ نور چاکران دې په اسلامي احکامو کې ګوتې نه وهي.
دوهمه خبره دا چې د یوه مسلمان په حیث زه په دې نظر یم چې د امریکایي متجاوزینو په خلاف د طالبانو جهاد فتنه نه، بلکې یو عبادت دی. اصلا فتنه هغه دګمراهۍ اقدامات دي چې د سعودي نوی ولیعهد یي ترسره کوي. زه خپله دا څوکاله سعودي عرب ته نه یم تللی، خو آبله ورځ یو ملګری چې تازه له سعودي عرب نه راغلی و راته بیان وکړ چې محمد بن سلمان داسې اقدامات پیل کړي چې که دوام وکړي حرمین به هم د مسجد اقصی په شان د کفارو په بالفعله قبضه کې راشي او تر خیبر او مدینې پورې د لوی اسرائیل د جوړښت پروګرام به سرته ورسیږي.
دغه ملګري دخپلو مشاهداتو له مخې راته وویل چې محمد بن سلمان ښځو ته ازادي ورکړې، د قیمتي توکو زیاتره دوکانونه او لوکس مارکیټونه اوس ښځې چلوي، ښځې هم په داسې لباس کې چې شریعت اجازه نه ورکوي. وایي په خپلو سترګو مې لوڅ سر سعودۍ میرمنې د عطرو او مبایلو په دوکانونو کې لیدلي دي.
ملګري وویل چې د نویو اقداماتو له امله بهرني مسافر او کارګر هم سخت زیانمن شوي دي. وایي یوه مسافر راته وویل چې خپل سعودي کفیل ته مې وویل چې یاره زه خو سخت تاواني شوم د څو لکو دوکان مې و خو د نوي قانون له مخې اوس خپل دوکان نه شم چلولای. وایي سعودي راته وویل چې ستاسو تاوان دومره نه دی، لکه زموږ. ځکه له تاسو به یوازې پیسې تللي وي له موږ اسلام، هیواد، استقلال او حتی ښځې هم لاړې. سعودي زیاته کړه چې حکومت قانون جوړ کړی چې میړه حق نلري د خپلې ښځې مبایل پرته له اجازې وګوري. که ښځه هر څه کوي له چا هر سره ګرځي، میړه یې د کنترول قانوني وس نلري.
د محمد بن سلمان بل فتنه انګیز اقدام دا دی چې دسرې بحیرې په غاړه کوم سوق الحر یا د دوبۍ په شان ازاد بازار چې جوړیږي، په دې بازار کې به هیڅ اسلامي قانون چلښت ونلري. مطلب د دوبۍ غوندې دزنا، شرابو، رقص او هر وړ ګناهونو مراکز به په کې پریمانه شتون لري. وایي له کله چې محمد بن سلمان راغلی ټوله توجه د همدې عشرت بازارجوړولو ته اوښتې، د مکي حرم د پراختیا کار چې د ملک عبدالله په وخت پیل شوی و په ټپه ولاړ دی او پر ځای یې د بحر الاحمر په غاړه د عیش خانو جوړولو ته توجه زیاته شوې ده.
د بحر الاحمر په غاړه د سوق الحر بله منفي اړخ دا دی چې هر څوک کولای شي په کې ځمکه واخلي او خپل ملکیت یې وګرځوي. په دې لړ کې اروپایي او امریکایي میلیونرانو او په خاص ډول یهودانو اوس د بحر الاحمر په غاړه د ځمکې اخیستل په پراخه کچه پیل کړي دي. په دې سیمه کې د یهودانو دلچسپي ثابتوي چې دوی غواړي دلته د ځمکو په اخیستلو د پښې ایښودلو ځای پیدا کړي او په اوږده مهال کې ورڅیرمه خیبر او بیا مدینې منورې ته ځان ورسوي او د لوی اسرائیل خیالي نقشه په حقیقت بدله کړه.
باید وویل شي چې یهودان دصدر اسلام په زمانه کې په مدینه منوره او خیبر کې اباد وو، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وروستي وصیت مطابق چې یهود له جزیرة العرب څخه وشړئ، د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په زمانه کې له خیبر څخه وشړل شول خو اوس د محمد بن سلام د نویو اقتصادي پالیسیو له امله بیرته جزیرة العرب ته په راستنیدو دي.
یهودانو په فلسطین کې هم لومړی د خپلو پراخو مالي امکاناتو نه په استفاده له ځایي عربو نه ځمکې واخیستې او وروسته یې خپل حکومت په کې اعلان او نږدې ټول فلسطین یي اشغال کړل.
موږ محمد بن سلمان، د هغه درباري عالمانو او حواریینو ته وایو چې جهاد في سبیل الله فتنه نه ده، بلکې فتنه ستا دغه اسلام ځپونکي اقدامات دي. فتنه دا ده چې له ټرمپ، د هغه له فاحشې ښځې او ځوانې لور سره څوک د تورو اټن وکړي. الله تعالی موږ له داسې کارونو منع کړي یو.
فتنه دا ده چې د وخت له تر ټولو ستر جابر، ظالم او بدکاره انسان ټرمپ سره دومره پۍ پریښودل شي چې حتی د هغه د پوځي ستراتيژۍ او ناکام جنګ د بریا لپاره د عالمانو حیثیت او د حرمینو وقار هم قرباني کړل شي. فتنه دا ده چې د اسلام له سخت ترین دښمن یهودو سره پټ روابط فعال او په څنګلوري مسلمان ګاونډي قطر باندې داسې اقتصادي حصار راوستل شي لکه ابوجهل چې په شعب ابې طالب کې په مسلمانانو کلابندي نافذه کړې وه.
فتنه دا ده چې له کافر ټرمپ نه وسلې اخلې او د یمن مسلمانان پرې وژنې، د نړۍ هر کافر او زناکار مشر ستا په هیواد کې آزادې چکرې وهې، یهودان ځمکې اخلي مګر د سلمان العوده په شان یو پاک مسلمان د زندان د تورو تمبو شاته کال پوره کوي.
فتنه دا ده چې په مصر کې د اسلام د تاریخي داعیانو او اصیلو زامنو اخوان المسلمین د له منځه وړلو لپاره پلانونه جوړوئ، مسلمان محمد مرسي زندان ته اچوئ او د ظالم او سفاک جنرال سیسي ملاتړ کوئ.
نو محمد بن سلمانه او د هغه درباري مفتیانو!
قسم په الله چې موږ ستاسو خیرخواهان یو. په دنیا او آخرت کې ستاسو بریا او نیکنامي غواړو. خو تاسو لاره غلطه کړې ده. تاسو عزت د امریکا په ملګرتیا او دټرمپ په مزدورۍ کې لټوئ. په دې پوه شئ چې عزت د خدای په دین کې دی. لکه حضرت عمر فاروق رضی الله عنه چې وایي: نحن قوم اعزنا الله بالاسلام و مهما ابتغینا العزة في غیره اذلنا الله.
موږ افغانان هیڅکله تاسو ته بدې ارادې نلرو، خو دا درته وایو چې لاره مو خطاء کړې ده. زموږ جهاد فتنه نه دی مګر ستاسو انحراف له شک پرته فتنه ده.
ډاکټر جمال الدین پارسا

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي