برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۸ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

آیاد افغانستان حکومت په مالی فساد ښکیل دی؟

د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د آمریکا ځانګړی پلټونکی ادارې (سیګار) د افغانستان د بیارغاونې بسپنې له لارې د میلیارډونو ډالرو په لګولو کښې د ناروڼتیا په اړه اندیښنه څرګنده کړی او په خپل پرونی راپور کښې یې څرګنده کړه:د افغانستان د بیارغاونې په لړ کښې د په میلیارډونو ډالرو د لګولو په بهیر کښې روڼتیا نشته او د نړیوال بانک او افغان دولت له لوری د جاجولو او تعقیبولو وړ نه ده.په دغه راپور کښې راغلی؛نړیوال بانک د وړاندې کړی شویو مرستو اغیزې نه شی ارزولې.



د سیګار د راپور له مخې،که څه هم نړیوال بانک خبر دی چې د افغانستان په ځینو دولتی څوکیو او امنیتی ځواکونو کښې مامورین نشته خو په سندونو کښې ورته معاشونه ورکول کیږی،خو بیا هم معلومه نه ده چې څومره مامورینو ته معاشونه رسیدلی دی . نړیوال بانک په یوې اعلامیې کښې د سیګار راپور ته په ځواب کښې څرګنده کړی؛د دغه راپور اکثره معلومات واقعیت نه لری ځکه چې د سیګار میکانیزم د پروژو د ملاتړو او مرستندویو پیسو له سرچینو د استفادې د ټولو اړخونو جاجول په نظر کښې نیولی نه دی.
د ویلو ده چې د سیګار مشر جان سوپکو دوه ورځې وړاندې د اروپایی اتحادیې له لوری په کابل کښې د مالی او اداری فساد په اړه په څلورم کانفرنس کښې وویل:د افغانستان لپاره اداری فساد تر ترهګرۍ زیات خطرناک دی.
د افغانستان د سیاسی او اقتصادی چارو وتلی کارپوه او لیکوال نجیب منلی په دې هکله وویل:په دې کښې شک نشته چې په تیرو ۱۸ کلونو کښې له افغانستان سره د مرستې په توګه په میلیارډونو ډالره راغلل خو اصلی برخه یې بړاس شوی یعنی ورکه شوی ده. د نجیب منلی په وینا،هغه مرستې چې له آمریکا افغانستان ته راغلی نیغ په نیغه د افغان دولت په لاس لګول شوی نه دی بلکې ډیره کمه برخه د دولت له لارې لګول شوی او زیاتره د آمریکایانو او بهرنیو په وسیله لګول شوی دی.دغه وتلی افغان لیکوال وائی:پر پوځی او مرستو او لګښتونو سربیره د مرستې په توګه ۱۵۰ میلیارډه ډالره افغانستان ته راغلل او پکښې له ۴۰ تر ۶۰ سلنه د افغانستان په بودجې کښې کارول شوی او پاته له ۳۰ تر ۴۰ فیصده د آمریکائی این جیوګانو یا په خپله د آمریکایانو له خوا لګول شوی دی .
د هغه په وینا،هغه پیسې چې افغان دولت لګولی خامخا پکښې درغلی هم شوی ده خو دولت د هغو پروژو په باب چې په غاړه یې اخیستلی،سندونه ښودلی شی، خو د هغو پروژو په هکله چې آمریکا پر غاړه اخیستلی ،مدرکونه او سندونه نه شی وړاندې کولای.نجیب منلی همدغه راز په ګوته کړه:آمریکا له معمول سره سم هغو این جیوګانو ته پیسې ورکړی چې بیرته آمریکا ته یې ستنولی شوې او ۸۰ سلنه مرستې د افغانستان په بیارغاونه لګول شوی نه دی.هغه په افغانستان کښې د اداری فساد په اړه د جان سوپکو څرګندونو ته په اشارې سره زیاته کړه:هغه چې جان سوپکو مخکښې وییلی یا اوس یې خبره کوی،بیخی سم دی ،له افغانستان سره په مرستو کښې د په میلیارډونو ډالرو درغلۍ شوی ده.خو د نجیب منلی په وینا،جان سوپکو دا حقیقت پټ کړی چې دغه درغلی زیاتره په خپله د آمریکایانو له خوا شوی دی.هغه څه موده وړاندې د افغانستان د اولسی جرګې د غړی رمضان بشر دوست په دې باب څرګندونو ته چې ۹۵ سلنه غلاګانې د آمریکایانو او یوازې ۵ فیصده د افغانانو له لوری شوی،وویل:افغان دولت باید په دې زمینه کښې کار وکړی چې نړیوال په افغانستان کښې د مالی او اداری فساد په اړه له حقیقته خبر شی.

شریک یي کړئ!