برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۴ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د نوم لیکنې بهیر د بریا لپاره حکومتي مشران د اندېښنې پر ځای د خلکو په پوهاوي کې عملي ګام واخلي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ، د ګلخانې او سپېدار ماڼۍ له اندېښنو وروسته ويلي، چې د اندېښنو پر ځای عملي اقدام ته اړتیا ده.


د دې بنسټ اجراییه مشر یوسف رشید ويلي، حکومتي مشران د دې پر ځای چې اندېښنې کوي باید د خلکو په پوهاوي کې عملي ګام واخلي.
هغه وايي چې ګلخانې او سپېدار ماڼۍ لکه د حکومت اپوزیسون چې وي، یوازې اندېښنې څرګندوي؛ ښه به دا وي چې خلکو ته انګېزه ورکړي.
د نوم لیکنې په اړه ټکني بهیر اجراییه ریاست دې ته اړ کړ، چې پرون يې د وزیران شورا فوق العاده غونډه را وغوښته او پر دې مسئله يې بحث وکړ.
تر دې وړاندې تېره پنجشنبه محمد اشرف غني هم اندېښنه ښکاره کړه، خو د جومات له امامانو يې مرسته وغوښته او پر حج اوقافو وزارت يې غږ وکړ چې د جوماتونو له منبرونو د نوم لیکنې ټینګار وکړي.
د شنونکو په باور، د ټاکنو کمیسیون نه تیاری، د عامه پوهاوي نه موجودیت، پر ټاکنو د ولس بې باوري او نا امني هغه څه دي چې خلک يې د نوم لیکنې له پروسې زړه توري کړي دي.
په تېره یوه اوونۍ کې د ټول هېواد په سطحه یوازې ۱۹۰ زره تنو خپل نومونه لیکلي، چې د شنونکو په باور دا کمښت د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستلی شي.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله په فوق العاده ناسته کې هم خپله وېره په ډاګه کړه، چې که د نوم لیکنې پروسه له ناکامۍ سره مخ شي، نو سیاسي حالت به ګواښمن پړاو ته ننوځي.
په ورته وخت کې په ولایاتو کې د نوم لیکنې د مرکزونو مسؤلینو رسنیو ته ويلي چې ولسمشر ورته امر کړی چې د نوم لیکونکو د تعداد په اړه رسنیو ته څه ونه وايي.
یاده دې وي ارګ نن هم په بغلان کې د نوم لیکنې پر مرکز برید او کابل کې د نوم لیکنې په مرکز چاودنه غندلې او دا يې خواشینوونکې پېښې بللې دي.
په دې پېښو کې په مجموعي ډول نږدې سلو تنو مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ!