د شناندی په اند،د کابل وروستی ترهګرې حملې یو ځل بیا څو تراخه حقیقتونه برسیره کړی او د انتخاباتی کمپاین په بهیر کښې یې افغان چارواکی تر یوه حده تر اغیز لاندې ګرځولی دی.لومړی دا چې دغه حمله د هغو زغرګاډیو په وسیله شوی چې یوازې آمریکایان یا د افغانستان د اولسی او مشرانو جرګو استازی او جګپوړی چارواکی یې لری او د یرغلګرو په لاس کښې آمریکایی کارتونه او ډریسۍ دا خبره ثابتوی چې دا حمله په لوړه کچه د استخباراتی مازغو له لوری پلان شوی وه او کومه عادی موضوع نه وه،ځکه خو د افغانستان خلک په یوې داسې سترې دسیسې اخته شوی چې ترې ژغورل د دغه حکومت او چارواکو له توانه بهر دی . دوهم دا چې ګرد دولت او ځینې سیاستوالان هم دومره په انتخاباتی کمپاین بوخت شوی چې هر وخت د یوې نوی غمیزې د پیښیدو احتمال شته ځکه چې امنیتی ستونزې ته بیخی پام نه کیږی .په داسې حال کښې چې هره ورځ په کابل او نورو ولایتونو کښې تر سلو زیات کسان په بې رحمۍ سره وژل کیږی او همدغه راز په داسې ځایونو حملې کیږی چې له امنیتی پلوه ډاډمن ګڼل کیږی .په دغه ډول حالاتو کښې چې لږترلږه په لسو ولایتونو کښې جنګ روان وی، امنیت ته ترجیح نه ورکول ،د یوې پلان شوی دسیسې په معنا دی.که چیرې دغې مسئلې لاهم اهمیت ورنکړل شی،نو بیه یې بیا هم خلک پرې کوی چې ډیره درنه به هم وی .
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس برمک د پخوانیو وزیرانو په څیر د کابل په ترهګرې حملې پسې د هراړخیزو څیړنو خبره کوی خو څرګند حقیقت چې ټول پرې ښه پوهیږی دا دی چې امنیتی چارواکی دغه وړتیا نه لری څو امنیتی ننګونو ته ځواب ورکړل شی او تر دې هم زیات د غور وړ خبره ده چې د افغان کارپوهانو په وینا، دولت په خپله هم دغو مسئلو ته لمن وهی او د سولې پرځای د ټرمپ له جنګی سټراټیژۍ سره غږملتیا همدا معنا ورکوی چې د ټرمپ په جنګ سټراټیژۍ سره د سولې او امنیت تصور هسې یو خوب او خیال دی .ځکه چې امنیت خو نه یوازې په ادعاګانو او دروغو ټینګیږی او نه هم په هغو شعارونو چې کله ښارونو ته په ورننوتونکو لاره د اسکن دروازو او کله د کیمرو لګولو خبرې کیږی .د امنیت ټینګولو په لړ کښې لومړی ګام دا دی چې افغانستان د آمریکا د جنګی سټراټیژی له کړۍ وایستل شی او د افغانستان حکومت او خلک په رڼه او یو غږ له آمریکا سره د خپل برخلیک دنده روښانه کړی .په داسې امنیتی تړون او ملګرتیا دې لعنت وی چې هره ورځ د افغانانو د وژلې لامل کیږی او د ویر پر ټغر یې کښینوی.