برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, 5 سپتامبر , 2018 لنډ لینک :

حکومت ځکه سقوط ته نږدې دی، چې افغاني صبغه نه لري

آریانانیوز: طالبان وايي ګډ حکومت مخ پر ځوړ او سقوط ته نږدې دی، چې د دوی د تبصرې له مخې پر نورو علتونو سربېره د افغاني صبغې نه لرل يې هم یو علت دی.


طالبانو پر رسمي پاڼه د «د کابل اداره او د سقوط بحران» تر سرلیک لاندې په خپره کړې تبصره کې د غزني به ګډون د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپل نظامي پرمختګونه د حکومت د پوځي ماتې نښې بللې.
تبصره کې د حنیف اتمر استعفا‌ء د حکومت د سقوط د ګړندېتوب نښه یاده شوې: «د ګوډاګي رژیم په داخل کې د بې باورۍ او داخلي کشمکش بحران نور هم ژور شوی دی. په دې وروستیو کې په امنیتي چارو کې د اشرف غني د مشاور حنیف اتمر استعفاء او په تعقیب یې د کورنیو چارو او دفاع د وزیرانو او ملي امنیت د رئیس لخوا د استعفاء ګانو وړاندې کول هغه څه دي چې د ګوډاګي رژیم په داخل کې له ژورې نزاع څخه پرده پورته کوي او د رژیم د سقوط پروسه یې تسریع کړې ده.»
تبصره کې د کابل ښار کې هدفي وژنو ته هم اشاره شوې او دا هم د حکومت یوه کمزوري یاده شوې چې ان په مرکز کې يې لوړ پوړي چارواکي په ډار کې ژوند تېروي.
د تبصرې په پای کې د حکومت د سقوط او تزلزل علتونه له ولسي ملاتړه محرومېدل، افغاني صبغه نه لرل او د پردیو له خوا يې تپل کېدل یاد شوي.
«د افغانستان اسلامي امارت په دې باور لري چې د کابل رژیم د تزلزل او سقوط اساسي عامل دا دی چې دغه رژیم اسلامي او افغاني صبغه نلري. د اولس په منځ کې له نفوذ او ملاتړ څخه محروم دی. د کابل اداره یوازې یو تپل شوی رژیم دی چې د وسلو، ډالرو او تبلیغاتو په زور زموږ په ملت تحمیل شوی دی. تاریخي تجربو ثابته کړې ده چې دغه وړ په پردیو پښو ولاړ رژیمونه د بقاء چانس نلري بلکې شړیدل یې هره شیبه ممکن او محتمل وي.»
تازه د امنیت شورا لومړی مرستیال سلیمان کاکړ هم ارګ ته خپله استعفا وړاندې کړې او دلیل يې ځینې «ملحوظات او ستونزې» یادې کړې.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه