برخه -څانګه : fun -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په هېواد کې لس میلیونه وګړي انترنت کاروي

آریانانیوز: د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت مسوولین وایي، په هېواد کې د انترنت د کاروونکیو شمېر ډېر شوی او دا مهال نږدې لس میلیون وګړي انترنت کاروي.


مسوولینو ویلي، هڅه کوو، چې د انترنت بیې را ټیټې شي او د کاروونکیو شمېر نور هم ډېر کړي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزیر شهزاد ګل آریوبي وایي: غواړم په هېواد کې د انترنت بیې راټیټې کړم. تېر کال یو اعشاریه اووه میلیون کسانو انترنت ته لاسرسی درلود؛ خو اوس یې نږدې لس میلیون وګړي کاروي.
ټیټ کیفیت او لوړه بیه د انترنت لویه ستونزه ده، چې هېواد وال ور سره مخامخ دي. خلک له حکومت څخه په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي.
اقتصادي کارپوه عبدالقادر فرهاد له حکومته غواړي، چې په دې برخه کې خپلې ژمنې پلې او د انترنت بیې راټیټې کړي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزارت د مسوولینو په وینا، چین غواړي د افغانستان له لارې منځنۍ او سویلي آسیا ته انترنتي او تیلیفوني خدمتونه ورسوي. په دې پروژه کې افغانستان عواید تر لاسه کوي دغه راز له لوړ کیفیت لروونکي انترنت څخه هم برخمن کیږي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي