برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۹ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

کم عمره کسان په امنيتي ليکو کې نه ګمارول

آریانانیوز: د کورنيو چارو وزارت په يوې تازه اعلاميه کې ويلي دي، دوی د ۱۸ کلونو څخه د کم عمره کسانو د ګمارنې د مخنيوي په موخه خپلې هڅې چټکې کړي دي اعلاميه کې راغلي:
د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو په لیکو کې له ۱۸ کلنو د کم عمره پولیسو د ګومارنې په اړه تازه خپور شوی راپور لوستی او په تړاو یې پخوانۍ پيل شوې هڅې لا غښتلې کړې او جدي عملي اقدامات یې ترسره کړي ده
د وزارت اعلاميه کې راغلي دي، د دې کار د مخنيوي په موخه د کورنيو چارو وزارت په تشکيل کې يو ځانګړی رياست رامنځته شوی دی.
اعلاميه زياتوي:
کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو په لیکو کې د کم عمره پولیسو له ګومارنې د مخنیوي په پار د کورني امنیت ریاست رامنځته کړی، چې یاد ریاست د پولیسو په لیکو کې پر فساد، د پولیسو پر چلند او له ۱۸ کلنو د کم عمره پولیسو پر ګومارنه جدي څارنه کوي او له مخې یې قانوني اجراآت ترسره کوي.»
همداراز کورنیو چارو وزارت کې د پولیسو د هویت او مشخصاتو د ثبت لپاره د اپس” سیستم رامنځته شوی، چې پر اساس یې د پولیسو په لیکو کې له ۱۸ کلنو د کم عمره کسانو د جلب او جذب مخه په کلکه نیول شوې او تر دې مهاله ۸۰ سلنه ملي پولیس په یاد سیستم کې ثبت شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي