برخه -څانګه : afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۱ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د پولیسو په لیکو کې د کم‌عمره کسانو د ګومارلو څخه مخنوی

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی له هغه وروسته چې د امریکا د بهرنیو چار وزارت د امنیتي ځواکونو په لیکو کې له ماشومانو د ناوړه ګټې اخیستنې او بچه‌بازۍ او انساني قاچاق په اړه راپور خپور کړ، کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پولیسو په لیکو کې د کم‌عمره کسانو د ګومارل کېدو مخه نیول کېږي
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور یې لوستی او د تېرو اصلاحاتو په دوام یې په دې برخه کې عملي اقدامات کړي دي
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه وزارت د کم‌عمره کسانو د ګومارلو د مخنیوي لپاره «د کورني امنیت ریاست» په نوم اداره جوړه کړې چې د پولیسو د چلند ډول او د ماشومانو د ګومارل کېدو موضوع په جدي توګه څاري
وزارت ویلي چې د پولیسو د هویت او نورو ځانګړنو د پېژندنې لپاره یې د «اپس» سېسټم جوړ کړی چې له ۱۸ کلونو د کم‌عمره کسانو د ګومارل کېدو مخه نیسي
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه د دغه وزارت ۸۰ سلنه کارکوونکي په یاد سېسټم کې ثبت شوي دي
خبرپاڼه زیاتوي چې د ملي پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو پروسه په جدي توګه روانه ده
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انساني قاچاق په اړه په خپل راپور کې ویلي چې «د ملي اردو، ملي پولیسو او د محلي پولیسو د مسوولانو د بچه‌بازۍ په اړه دوامداره راپورونه شته، خو په افغانستان کې هېڅکله کوم افسر د بچه‌بازۍ له کبله تر څار لاندې نه دی نیول شوی
په دغه راپور کې لیکل شوي چې د افغانستان کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست تل دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې کم‌عمره کسان یې د سرتېري په توګه نه دی ګومارلی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه راپور د جوړولو پر مهال یې په دولتي ادارو کې د بچه‌بازۍ څو خبرونه او د سرتېري په توګه یې له ۱۸ کلونو د کم‌عمره کسانو د ګومارل کېدو موضوع ثبت کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي