آریانانیوز: د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د دوو پرله پسې چاودنو له امله اتلس کسان وژل شوي او له شپېتو زيات ټپيان دي.
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي ويلي، چې پرون له ماښام وړاندې د کابل ښار په لويديځ قلعه ناظر سيمه کې د خاتم الانبيا په نوم د پهلواني په يوه کلب کې دوه پرله پسې چاودنې شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، چې د دواړو چاودنو اتلس مړي او شپېته ټپيان روغتونو ته لېږدول شوي دي.
افغانستان کې د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره «نی» وايي، چې په دوهمه چاودنه کې شپږو خبریالانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دوهمه چاودنه کې دوه خبريالان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د چاودنې پړه تر اوسه چا نه ده منلې، خو په تېرو وختونو کې د دغه ډول چاودنو پړه داعش وسله والې ډلې منلې دي.