برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په هوايي بريدونو کې د ولسي وګړو تلفات ۵۲ سلنه زيات شوي

آریانانیوز: په افغانستان کې د ملګرو استازولي (یوناما) ويلي دي چې د تير کال په نسبت افغانستان کې د ملکي وګړو تلفات ۵۲ سلنه زیات شوي دي.


د يوناما په راپور کې ويل شوي دي چې د ۲۰۱۷ زيږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۱۴۹ تنه ملکي وګړي په هوايي بريدونو کې وژل شوي او ۲۰۴ نور ټپيان وو، چې د ۲۰۱۸ په همدومره موده کې دغه مرګ ژوبله ۵۲ سلنه زياته شوې ده.
په راپور کې ويل شوي دي چې ددغو ملکي تلفاتو ۵۲ سلنه مسؤليت د افغان ځواکونو، ۴۵ سلنه د بهرنيو ځواکونو او درې فيصده يې د دولت پلوه ځواکونو له په غاړه دی.
راپور زیاتوي چې ددغه تلفاتو ډيره برخه يې ميرمنې او ماشومان دي.
يوناما په خپل راپور کې د جګړې په ښکېلو اړخونو غږ کړی دی چې په جګړو د ولسي خلکو د ژوند خونديتوب ته پام وکړي ترڅو د مرګ ژوبلې کچه نوره زياته نشي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په هوايي بريدونو کې ګڼ شمير ملکي وګړي وژل شوي دي چې د ازادو سرچينو په وينا په تېره يوه اوونۍ کې په ننګرهار، لغمان، کاپيسا، ميدان وردګ او نورو ولايتونو کې له سلو زيات بې ګناه ولسي وګړي وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي