برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پر پاکستان د هند برید به افغان سوله اغېزه

آریانانیوز: جنرال غفور د فبرورۍ په دوه ویشتمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د هند له لوري که حمله وشي، پاکستان به له ځانه دفاع ته لومړیتوب ورکوي.


هغه وویل.که په سیمه کې ترهګري له منځه وړل وي، نو د هغه لپاره دا ډېره ضروري ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره روانې هڅې بریالۍ شي، خو که د هند له خوا پر پاکستان یرغل وتپل شو، نو بیا زموږ لومړیتوب د خپلې خاورې دفاع کول دي او نور څه بیا وروسته راځي.”
د فبرورۍ په څوارلسمه د هند په تر واک لاندې کشمیر کې په انتحاري حمله کې ۴۴ هندي ملېشه عسکر ووژل شول او ډېر نور زخمیان شول.
د پاکستان د پوځ ویاند پرون د هند دا تور رد کړ چې په حمله کې دوی لاس درلود.
د حملې مسؤلیت په پاکستان کې د جیش محمد په نوم وسله والې ډلې اخیستی دی.
د هندي کشمیر په پلوامه سیمه کې د انتحاري حملې له امله د هند او پاکستان روابط ډېر نازک شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي