برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه‌شنبه, 9 آگوست , 2022 لنډ لینک :

سیګار: په افغانستان کې ۹۰۰ زره کسان بېکاره دي

سیګار اعلان کړی چې د ښځو د کار لټون 21٪ کم شوی.


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) ویلي، داسې اټکل شوی، چې د بېکارانو ټوله شمیره  له هغه وخته چې طالبان بیا واکمن شول د روان کال تر نیمایي پورې، د 700  څخه تر 900 زرو کسانو ته به ورسیږي.

دې ادارې په ټویټر کې لیکلي چې ښځې په ځانګړې توګه اغیزمنې شوې او اټکل کیږي چې د طالبانو د بیا واک ترلاسه کولو دمخه په پرتله د 2022 تر نیمایي پورې د ښځو دندو لټون کچه به 21 فیصده کمې شي.

د سیګار په وینا، ښځو په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان د کاري ځواک ۱۷ سلنه برخه جوړه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د 2021 کال د اګست په 15 د طالبانو لخوا د کابل له سقوط وروسته، ښځو په ډیری دولتي دفترونو کې خپلې دندې له لاسه ورکړې او په کورونو کې پاتې دي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه