برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دیوی امریکايي عسکر دوژلوخبر

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزارت په افغانستان کې د یو امریکايي پوځي د وژلو خبر ورکړی دی.
د امریکا دفاع وزارت(پنټاګون) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ۲۵ کلن سټیون اول راون بومن، چې د سویلي کرولینا ایالت اوسېدونکی ؤ، درې ورځې وړاندې(تیره سه شنبه) په بګرام هوايي اډه کې د یوې غیري جنګي پېښې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پنټاګون په خبرپاڼه کې ددې پېښې په هکله نور جزیات نه دي خپاره شوي؛ خو دومره یې ویل شوی چې وژل شوي پوځي د بګرام په هوايي اډه کې دنده ترسره کوله.
د روان کال فبروري میاشتې له ۲۹ مې راهیسې چې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک او په پایله کې یې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو وتل پیل شوي، ورسره جوخت په یادو ځواکونو د طالبانو نظامي عملیات هم درېدلي او د امریکايي پوځیانو تلفات هم صفر ته راټیټ شوي دي.
په ورته مهال وسله طالبان هم دا مني چې د سولې توافقنامې مطابق او له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو پوځیانو د وتلو پروسې د یقیني کولو لپاره یې په امریکايي پوځیانو خپل نظامي عملیات ځنډولي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي