برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, 16 می , 2020 لنډ لینک :

د کوچیانو کیږدۍ په توپونو ویشتل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ دولتي عسکرو د کوچیانو کیږدۍ په ډیسي توپونو ویشتلي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه کوچیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
دا پېښه وړم ماخوستن د شاجوی ولسوالۍ په حسن کاریز سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې په سیمه کې میشتو دولتي عسکرو له خپلې پوستې څخه د ډیسي توپونو ویشتل پیل کړل.
په دغه ترڅ کې د ډیسي توپ یوه مرمۍ د کوچیانو په کیږدۍ راپرېوتله، چې له امله یې د ۳ ښځو او ۲ ماشومانو په ګډون ۵ تنه مړه او ۲ نارینه ټپيان شول.
په زابل ولایت کې د دولتي عسکرو لخوا د کوچیانو په داسې مهال د ډیسي توپونو تر بریدونو لاندې راځي، چې دوه ورځې وړاندې د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې هم دولتي عسکرو یو ملکي روغتون په ډیسي توپونو وویشتلو او ویجاړ یې کړو.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه