برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, 25 ژانویه , 2019 لنډ لینک :

د خرقې شریفې د رئیس په ګډون ۱۶ کسان نیول

آریانانیوز: د کندهار چارواکي وايي، د دغه ولایت په خرقې شریفې کې د وسله‌والې نښتې په تور د خرقې شریفې د رئیس محمد نسیم اخندزاده په ګډون ۱۶ کسان نیول شوي دي.


د خرقې شریفې دوو متولیانو مسعود اخندزاده او نسیم اخندزاده تېره ورځ د خرقې مطهرې د امتیازاتو او ریاست د څوکۍ پر سر له لفظي شخړې وروسته وسله‌واله نښته وکړه چې په دغه نښته کې یو کس ټپي هم شو.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي وویل چې تېره ورځ د کندهار په خرقې شریفې کې د دغه زیارت د متولیانو مسعود اخندزاده او نسیم اخندزاده ترمنځ د رامنځته شوې وسله‌والې نښتې وروسته، د خرقې شریفې د رئیس محمد نسیم اخندزاده په شمول ۱۶ کسان نیول شوي دي.
د عزیزي په وینا، نیول شوي کسان د ولایت مقام له‌خوا د یوه ټاکل شوي هیئت تر څېړنو وروسته د پېښې د عاملینو په توګه پېژندل شوي دي.
عزیزي ونه‌ویل چي نیول شوي کسان غیر مسؤله وسله‌وال دي که د خرقې شریفې ساتونکي، خو په وینا یې چې له دغو کسانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم تر لاسه شوې دي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه