برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د جګړې په تړاو د دوو لېسو نږدې ۴۰ زده کوونکی نیول شوي

آریانانیوز: کابل پوهنتون کې د شخړې له امله چې څو تنو ته پکې مرګ‌ژوبله واوښته د خوشال بابا او رحمان بابا لېسو نږدې ۴۰ تنه زده کوونکي نیول شوي دي.


تېره پنجنشبه (۲۴لړم) د کابل پوهنتون په منځ کې د قومي او مذهبي ناندریو پر سر شخړه ګرمه شوه چې پکې د خوشال بابا لېسې یو تن زده کوونکی ووژل شو او ګڼ نور پښتانه محصلین او زده کوونکي ټپیان شول.
عیني شاهدان وايي په دې شخړه کې د محمد محقق ټوبکوالو په ډزو کې مرګ‌ژوبله واوښته، خو لا هم د خوشال بابا او رحمان بابا لېسې د محاصرې په ډول پاتې دي.
امنیتي ځواکونه د دې لېسو د لیلیو په دروزاو کې ولاړ دي او تر اوسه يې شاوخوا ۴۰ تنه نیولي دي، چې د کابل امنیه قومندانۍ ته وړل شوي دي.
له دې لېسو نه سرچینې وايي حکومت دوه ګونی چلند کوي تر اوسه لا هم سلامت او ملامت معلوم شوي نه دي، خو زیانمن شوي هم پښتانه زده کوونکي او محصلین دي او نیول شوي هم دوی دي.
تر اوسه د کابل امنیتي سرچینو په دې اړه څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي