برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د باثباتی او سوله ییز افغانستان څخه ملاتړ

آریانانیوز: درسنیوپه راپورد پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وئیلی دی چی هیواد یې له یوه باثباته او سوله ییز افغانستان څخه ملاتړ کوي او د سیاسي اختلافاتو له منځه وړل اړین ګام ګڼي
د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې پاکستان له یوه سوله ییز، خپلواک او باثباته افغانستان څخه ملاتړ کوي او په دې برخه کې د طالبانو او امریکا تر منځ تړون یو تاریخي فرصت بولي، چې بین الافغاني مذاکراتو ته یې لاره پرانستې
خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې «موږ باور لرو، چې د جګړې د ښکېلو لورو له لوري د تشدد کموالی د افغان سولې په برخه کې یو اړین ګام دی، د روژې د میاشتې راتګ او په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله رامنځته شوي ګواښونه دا ایجابوي، چې د سولې لپاره شرایط برابر شي
د اعلامیې په بنسټ، پاکستان د سیاسي ګوندونو تر منځ سیاسي پخلاینه یو ضروري امر بولي او باور لري، چې د سیاسي فاصلو له منځه وړل به د هغو ګواښونو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي، چې په دې سخت وخت کې افغان ملت ورسره مخ دی
پاکستان داسې مهال په سیاسي ګوندونو د اختلافاتو د حل غږ کوي، چې عبدالله وايي، له غني سره په اصولو باندې توافق ته رسېدلی او په جزئياتو باندې ورسره غږېږي
د نوموړي ویاند «امید میثم» وایي، د عبدالله طرحه ارګ ته رسېدلې او په تړاو یې په بحثونو کې هم پرمختګ شوی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي