برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۲ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د پکتیا ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د پکتیا د سب‌سټېشن د پرانیستې او د ګردیز ـ زرمت سرک د کار پرانیستې، د شهیدانو، ښوونکو او مامورینو د ښارګوټي، د پکتیا د صنعتي پارک، د امنیه قومندانۍ د نوي تعمیر د پرانیستې او د عمومي امنتیي وضعیت د ارزونې په موخه نن سهار پکتیا ولایت ته ورسېد.


د هېواد جمهوررئیس پکتیا ته د رسېدو پر مهال د سیمه ییزو مسوولینو، مشرانو، متنفذینو او د خلکو د بېلابېلو اقشارو له تاوده هرکلي سره مخ شو او هغوی سره یې روغبړ وکړ.

هغه د نظامي تشریفاتو د قطعې له معاینې وروسته په هغه امنیتي غونډه کې چې د هېواد د نظامي مشرتابه مسوولینو په‌کې حضور درلود، ګډون وکړ او د امنیتي پلانونو په اړه یې د وروسیتو اجرااتو راپور واورېد.

امنیتي مسوولینو د پکتیا ولایت د مفصل امنیتي راپور د وړاندې کولو ترڅنګ امنیتي مسایلو ته د جمهوررئیس له پاملرنې قدردانۍ وکړه او ډاډ یې ورکړ چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو هڅو او بشپړ انسجام د دښمن پلانونه شنډ کړي دي او د دښمن د پلانونو د له منځه وړلو او شنډولو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.

جمهوررئیس او د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقومندان د پکتیا د امنیتي وضعیت د اورېدو او ارزونې وروسته د هېواد د دفاع او د تروریستانو د ځپلو په لار کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د مشرتابه او منسوبینو قربانۍ او سرښندنې وستایلې.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د دغه ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د لا تحرک او منظم محاربوي پلان د جوړونې له لارې دې د دښمن ځالې له منځه یوسي او د هغه ولایت د سراسري امنیت په ټینګښت کې دې تر پخوا زیاتې هڅې وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي