برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, 10 نوامبر , 2018 لنډ لینک :

تخار او کندز کې ۲۳ امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې

آریانانیوز: د تخار ولايت په خواجه غار او کندز په دشت ارچي ولسواليو کې د طالبانو په بريدونو کې ۲۳ تنو دولتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د تخار ولايت يو تن چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط افغان اسلام اژانس ته ویلي دي چې ددې ولایت په خواجه غار ولسوالۍ او همدا راز د کندوز په دشت ارچي ولسواليو ترمنځ د (دروازه کن) په سيمه کې طالبانو په دولتي عسکرو بريدونه کړي دي چې له امله يې ۱۱ سرتيري وژل شوی او ۱۲ نور ټپيان دي.
سرچينې په دې جګړه کې د طالبانو د تلفاتو يادونه هم وکړه خو د کره شميرو په اړه يې معلومات نه درلود او زياته يې کړه چې جګړې تر کم وخت دوام وکړ خو امنيتي سرتيرو ته يې تلفات زيات وو.
د کندز ولايتي چارواکو هم جګړه تائيد کړې ده خو د تلفاتو په اړه يې رسنيو ته څه نه دي ويلي.
طالبانو تر اوسه د تخار د برید په اړه څه نه دي ویلي خو په يو بل خبر کې يې ویلي دي چې تيره شپه يې د کندز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ هزار باغ سيمه کې يې یوه نظامي قرارګاه نيولې او ۲۲ عسکر يې وژلي دي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه