برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

امنیتي ځواکونو څلور ورونه ووژل

آریانانیوز: د ننګرهار ولایت کې سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د امنیتی ځواکونو د عملیاتو پر مهال څلور ورونه په جلال اباد ښار کې وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت دغه چارواکی ویلي، چې د صفر دوه ځواکونو له لورې د جلال اباد په ښار کې تېره شپه د عملیاتو له امله څلور تنه شهیدان شوي.
خبرپاڼه زیاتوي
ننګرهار ولایتي اداره په رامنځته شوې پېښه نهایت زیات خواشینې ده او ننګرهار والي جلالتماب جمهور رئیس ته وړانديز کړی، ترڅو یو لوړ پوړی پلاوی د دې قضیې د څېړلو په موخه را ولیږي او په راتلوونکې کې د ورته ناوړه پېښو مخه ونیسي.
د یو بل خبر له مخې، د ملي امنیت ریاست په همکارۍ د دغو عملیاتو پر مهال نیول شوي کسان هم خوشي او خپلې کورنۍ سره یو ځای شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي