برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۱ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اشرف غني وزیران خپل کار ته نه پرېږدي

د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر علي احمد عثماني وايي ډاکټر غني د وزیرانو په چارو کې مداخله کوي او ان سپکوي يي.


علي احمد عثماني چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ له څو اونیزې ناندرۍ وروسته له دندې لرې او د اجراییه ریاست سلاکار شو
پرون په یوه خبرې غونډه کې د خپلې پخوانۍ دندې په اړه خبرې وکړي.هغه وویل غني وزیرانو ته واک نه ورکوي او په دې توګه غواړي واک انحصار کړي.
ده اشرف غني ته د مشورې په ډول وویل، چې که پخپله د ګډ حکومت شوي قرارداد کې لاسلیک ته ژمن پاتې شي، نو نور مامورین به د ده د لاسلیک احترام وکړي.
علي احمد عثماني چې د اجراییه ریاست د مشر عبدالله عبدالله کس بلل کېږي، له اجراییه ریاسته په دې ګیله وکړه چې ګواکې تر اندازې ډېر تحمل او صبر لري.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي