برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

راشد خان «خیریه ټولنه» هم جوړه کړه

آریانانیوز: د افغانستان ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکي او ګوګلي ماسټر راشد خان د کرېکټ کولو ترڅنګ په افغانستان کې خیریه ټولنه جوړه کړه.


د نړۍ په کچه لومړی مقام لرونکي توپ اچونکي پخپله فیسبوکپاڼه کاږلي چې نوموړي د هېوادوالو لپاره د خیر او نیکۍ ګام پورته کړ، تر څو ځپلي افغان ولس ته تر خپل وسعه مرسته ورسوي.
نوموړي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي: (ستاسو د دوعا په برکت مې د خپل ګران هېواد او هېوادوالو لپاره د خیر یو بل ګام اوچت کړ، د “راشد خان خیریه ټولنه” مې جوړه کړه).
د راشد خان په وینا چې یاده ټولنه به په اول قدم کې افغان یتیمانو د پالنې او تعلیم لپاره کار کوي، ورسته به بیا په روغتیایي، د پاکو اوبو رسولو او نورو بشري برخو ته فعالیت غځوي.
نوموړی د خپلې کامیابۍ راز د افغان غریب ولس او په ځانګړي ډول دده مینوالو ته ورکوي، چې ددوی له برکته دغې مقام ته ورسېد.
۱۹ کلن ځوان زیاتوي: (د ګران هېواد او خپلو خلکو په مرستې او دعاوو دې ځای ته ورسېدم، اوس یې وخت دی چې د خپل وس مطابق له خپلو خلکو سره مرسته وکړم).
د راشد خان دغه کار پر ټویټر دده د تجارتي لیګونو لوبډلو، لوبغاړو او یو شمېر مینوالو لخوا هم وستایل شو.
راشد خان اوسمهال په انګلستان تجارتي سیالیو کې د درې نورو افغان لوبغاړو په ګډون لوبیږي چې تر دې دمه ښه ځلیدلی دی.
یاده دې وي چې له دې وړاندې د افغانستان ملي توپوهونکي کریم صادق هم د بېوزلو او غریبو سره د مرستې په پار خیریه ټولنه جوړه کړې وه چې د یو شمېر بېوسو کورنیو مرسته یې هم کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي