برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په داعش پورې تړلې دوه پاکستانۍ کورنۍ ونیول شول

آریانانیوز: د ننګرهار والی شاه محمودمیاخیل نن سهار له امنیتی چارواکو سره په یوې ګډې خبری ناستې کې وویل ،دملی امنیت ادارې ځواک دیو پاکستانی وګړۍ سره تر درې زرو کیلوګرامو زیات چاودیدونکی توکی چې له ګاونډی هیواد پاکستان څخه ئې جلال اباد ته رالیږدول، نیولی دی .
والی وویل ددې چاودیدونکو توکیو په نیول کیدو سره د نا امنیو د ګڼو پیښو مخه نیول شوې ده.شاه محمودمیاخیل دوه پاکستانی وګړی چې له تیرو کابو دوو کالو راهیسی ئې د اچین په ولسوالۍ کې د داعش په لیکو کی فعالیت کاوه او دکورنۍ غړی میرمنې او ماشومان هم ورسره دی ،دملی امنیت اداری ځواک ته تسلیم شوی دی.دننګرهار والی شاه محمود میاخیل په دې خبری ناسته کې وویل دملی امنیت ادارې ځواکونو ددې ولایت په بیلابیلو سیمو کې اته طالبان او یو داعشی وسله وال له وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولی دی .ذکر شوی کورنۍ او طالب او داعش وسله وال چې دخبری ناستې پر مهال رسنیو ته وښودل شول، په خپلو جرمونو یې اعتراف وکړ.دننګرهار والی همدارنګه وویل،دملی امنیت اداری کارکوونکو په تیر یو کال کې ۶۷۵ تنه د بیلابیلو جرمونو په تور نیولی چې ۳۱۱ تنه یې دمحکمې له لورې په بند محکوم شویدی. دنوموړی پر وینا په بند محکوم شویو کې۱۱۶ داعشیان او ۱۳۷ طالبان او شپږ انسان تښتونکی شامل دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي