برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۸ آذر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د داعش څلور غړي د پاکستان په پوله کې ووژل شول

آریانانیوز: ۴ داعش وسله وال چې په بمي چاودنو، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو په بریدونو او نورو ترهګریزو فعالیتونو کې یې لاس لرله ووژل شول.


د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې مرکز د افغانستان پولې ته څېرمه په عملیاتو کې د داعش د څلورو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ.

دغه داعش وسله وال په بمي چاودنو، د پاکستان پر امنيتي ځواکونو په بريدونو او نورو تروريستي فعاليتونو کې لاس درلود.

په وژل شویو کې د قومندان محمد داوود، محمد یعقوب، عبدالله خان ګل او محمد لایق سردار پیاودین نومونه شامل دي.

تر دې مخکې، یاد مرکز اعلان کړی و، چې له افغانستان سره پولې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا په نوښار ولسوالۍ کې یې په ورته عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) څلور غړي وژلي دي.

شریک یي کړئ!