برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۶ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیوندد پرېکړې په اړه د کابل د معترضو نوماندان غبرګون

آریانانیوز: ولسي جرګې ته د کابل ځیني مخکښ نوماندان د کابل د رایو د ابطال په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړې په غبرګون کې اعتراض کړی او یاده پرېکړه یې د قانون خلاف بللې ده.


د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرون (د لېندۍ ۱۵مه) د کابل ولایت ټاکنې له سرغړونو او اختلافاتو ډکې وبللې او اعلان یې وکړ چې د کابل حوزې ټولې رایې د ټاکنو قانون پر اساس د پر وخت مدیریت نه شتون له امله باطلې دي.
خو له دغه اعلان وروسته د ټاکنو کمېسیون د همدې ورځې په ماښام د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د یادې پرېکړې د ردولو تر څنګ هغه یې یوه تلواري، سیاسي او له واقعیته لرې وبلله.
د ټاکنو کمېسیون وویل چې د کابل د ټولو رایو باطلول د ولسي جرګې په ټاکنو کې ټولو هڅو او قربانیو ته د سپکاوي په معنا ده.
په عین حال کې د کابل د ولسي جرګې ټاکنو مخکښ نوماندانو تېره ورځ د کابل حوزې ټاکنو د رایو بطلان په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه د قانون خلاف وبلله.
په دې غونډه کې احمد سعیدي، د حسیب الله صمیم استازي، د سید محمد محمدي استازي، د حاجي اجمل رحماني استازی، د خان محمد وردګ استازي قريب الرحمن شهاب، د امیرګل شاهین استازي، سلما اکبر، خان اقا رضايي، عبدالهادي خالد، ادریس صدیق، مریم صدیقه سادات، محمود حیدري، حامد سلطاني، زړکی حبیبي، فوزیه ناصریار ګلدره یي، د جلال محمودي استازي، ذبیح الله زیارمل، د قسیم حکیمي استازي، خیبر زیارمل، میر افغان صافي او حبیب الله عصمتي ګډون درلود او لاندې تصمیمونه یې ونیول:
۱- د کابل حوزې د ولسي جرګې ټاکنو نوماندان چمتو دي څو د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونو لپاره یوه ناسته جوړه کړي څو د یادې پرېکړې په اړه د دغو کمېسیونونو دلایل او استدلال واوري.
۲- سربېره پر دې چې د کابل حوزې ځیني نوماندان د بریالیتوب هیله نه لري، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې هرکلی کوي، خو ډېری نور چې ډېرې رایې یې ترلاسه کړې دي، دغه پرېکړه غیر مسوولانه بولي او نه یې مني.
۳- د کابل حوزې د پارلماني ټاکنو نوماندان، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له خوا د دغسې یو تصمیم نیول چې په خرابو امنیتي شرایطو کې د رایې اچولو تر صندقونو ورغلل او د خپلو سرونو په قیمت یې د خپل راتلونکي تصمیم ونیو، د خلکو زحمتونو او مېړانې مسخره وبلل.
۴- د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونو د تلې د ۲۸مې ټاکنو رایې شمېرلې دي، د هغو پر بنسټ دې د ټاکنو پایلې اعلان کړي. د دې تر څنګ د هغو مرکزونو رایې دي چې درغلي په کې شوې هغه دې باطلې اعلان کړي.
۵- د کابل حوزې د پارلماني ټاکنو د نوماندانو دغه غوښتنې که ونه منل شي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې پر وړاندې به خپل نور تصامیم وړاندې کړي.
۶- که چېرې ټاکنیز کمېسیونونه د کابل حوزې د نوماندانو غوښتنو ته رسېدنه ونه کړي، په دې صورت کې باید د ټولو ولایتونو رایې باطلې اعلان شي او پارلماني ټاکنې دې سراسري ترسره شي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي