برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ولسمشریزو انتخاباتو حساسی مواد

آریانانیوز: د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې له انتخاباتي مهالوېش سره سم یې کار پر مخ روان دی او په نږدې ورځو کې به ټول حساس مواد کمېسیون ته ور وسپارل شي.



د دغه کمېسیون ویاند میرزا محمد حقپرست د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ د بایوميټریک ۱۷ زره دستګاوې کمېسیون ته وسپارل شوې چې ورسره دغه پروسه بشپړه شوه.
ده وویل: په حساسو موادو کې بایوميټریک بشپړ شوی او د نیمايي ولایتونو رأیې پاڼې چاپ شوې، پاتې به هم ژر چاپ شي، د رأیې ورکوونکو لېستونه به هم ژر بشپړ شي او چاپ به شي.
په انتخاباتو کې حساس مواد هغه دي چې د انتخاباتو د رأیو پر پایلو مستقیم تاثیر لري، لکه رنګ، د رأیې ورکوونکو لېست، بایومیټریک او د پایلو د درج پاڼې.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې له انتخاباتي مهالوېش سره سم به دغه مواد د دفاع وزارت په همکارۍ لومړی د انتخاباتو ولایتي دفترونو، بیا ولسوالیو او له انتخاباتو وړاندې په کمه موده کې به مرکزونه ته ولېږدول شي.
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه ترسره کېږي او شااوخوا څوارلس ورځې کېږي چې کمپاینونه ورته پیل شوي او نږدې ۳۵ ورځې به دوام وکړي.
دا کمپاینونه داسې مهال روان دي چې د اتلسو کاندیدانو له ډلې زلمی رسول د ولسمشر محمد اشرف غني په ګټه تېر شو.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت الله مل وايي، د کمېسیون د پرېکړې له مخې د هر تېرېدونکي کاندید رأیه نه شمېرل کېږي او یو میلیون افغانۍ چې د تضمین په ډول یې له کمېسیون سره ایښي دي، بېرته کاندید ته نه ورکول کېږي.
پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه د حساسو موادو د نږدې بشپړېدو له پروسې هرکلی کوي، خو ټینګار کوي چې دغه مواد باید خوندي وساتل شي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: زموږ غوښتنه دا ده چې کمېسیون د کورنیو چارو وزارت په ګډون له اړوندو بنسټونو سره په همکارۍ او همغږۍ هر ولایت ته چې مواد استوي، د موادو خوندیتوب ته باید پام وکړي، څو غلا نه شي او لاس په کې ونه وهل شي.
ښاغلی رشید زیاتوي، د ولسي جرګې د تېرو انتخاباتو حساس مواد خوندي نه وو ساتل شوي، نو ځکه یې هم ستونزې رامنځته کړې.
خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې له تېرو تېروتنو یې تجربه اخیستې او دغه مواد به د کډ پلاوي په څار خوندي وساتي او جدي پام به ورته وکړي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي