برخه -څانګه : politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امريکا هره غوښتنه نه شو منلی

آریانانیوز: د امریکا د بهرنيو چارو وزير او د پوځ لوی درستيز جنرال جوزف ډنفورډ اسلام اباد ته تللي و او هلته يې د پاکستان نوي ټاکل شوي لومړي وزير عمران خان، د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي او د پوځ له مشر ډګر جنرال قمر جاويد باجوه سره د ترهګرۍ ضد په نوم جګړې په شمول په دوو اړخيزو اړيکو خبرې کړي دي.



ډيپلوماټيکو سرچينو ويلي، چې د امریکا د بهرنيو چارو وزير د امریکا له لوري پاکستان ته د درې سوه ميليونه ډالرو مرستو د بېرته ورکولو لپاره له پاکستانه يو ځل بيا غوښتي، چې د ټولو وسله والو ډولو پر ضد جدي عمليات وکړي، خو پاکستان دغه غوښتنه رد کړې او زياته کړې يې ده، چې د امریکا هره غوښتنه نه شي منلی.
مايک پومپيو ټينګار کړی، چې د امریکا او پاکستان د اړيکو پر مهال به د دواړو هېوادونو ګټې په نظر کې نيول کيږي.
له پاکستاني چارواکو سره له ليدو وروسته مايک پومپيو او جنرال ډنفورډ هند ته ولاړل او هلته به هم د دوو اړخيزو اړيکو سربېره د سيمې په اړه له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.
څو ورځې وړاندې هم د پاکستان نوي لومړي وزير عمران خان امریکايي رسنيو سره په مرکه کې ويلي و، چې پاکستان د امریکا غلام نه، بلکې شريک دی.
عمران خان ټينګار کړی و، چې له امریکا سره د جګړې په اړه نه، بلکې يوازې د سولې او له افغانستانه د امریکا په وتلو کې مرسته کولی شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي