برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په پوځي عملیاتو کي د یوې کورنۍ ۳ تنه ووژل شول.

آریانانیوز: لغمان ولایت یو شمېر خلک وايي چي د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ د کلټکي په سیمه کي په یو لړ پوځي عملیاتو کي درې تنه وژل سوي دي
ځايي خلک ادعاء کوي چي دا عملیات د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا تر سره سوي دي او وايي، د یوې کورنۍ درې کسان وژل سوي، دوه تنه په ډزو ټپیان سوي چي ! دې ولایت په دولتي روغتون کي بستر دي او یو تن یې له ځان سره بېولی دی
د لغمان ولایت ویاند اسدالله دولت زي منلې چي عملیات تر سره سوي دي، خو دا یې نه ده روښانه کړې چي دا عملیات چا کړي دي او د مرګ ژوبلي په اړه یې هم څه نه دي ویلي
بل خوا د دې سیمو اوسېدونکي د یوې مظاهرې په ترڅ کي دا جسدونه مهترلام بابا ښار ته راوړي او له افغان حکومت څخه غواړي چي د پېښي عاملین وروسپاري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي