برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دری پنځوس زره کیلوګرامه نشه ییز توکی سوزول

آریانانیوز: دیورپوټ په اساس دجلال اباد په هوایی ډګر کې د ملی امنیت ځانګړی ځواک رسنیو ته په لیږل شوی خبرپاڼه کې ویل شوی چې د کورنیو چارو وزارت د نشه ییزو توکو پر خلاف ځانګړو ځواکونو دننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ په صندوق سیمه کی دهوایی ځواک په ملتیا عملیات کړی چې پکې درې پنځوس زره کیلوګرامه نشه ییز توکی کشف او په سیمه کې وسوزول شول د.
په دغې خبر پاڼې کې وئیل شوی ، د کورنیو چارو وزارت ځواکونو دنشه یی توکیو دساتنی دا ځای د استخباراتی معلوماتو پر بنسټ په نښه کړی و.وئیل شوی چې دعملیاتو پر مهال هیڅ ډول وسله وال مقاومت ندی شوی او په دې توګه ملکی وګړو او امنیتی ځواکونو ته مرګ ژوبله نده رسیدلی. د اچین ولسوال عاشق ا…. سادات هم وایی چی وړمه شپه هم امنیتی ځواک ددې ولسوالۍ په تریلی،کوشتل او صندوق سیمو کې عملیات کړی چې زیاته اندازه نشه یی توکی چی نوموړی یی مقدار ونه ښوده له مینځه وړی دی . د اچین ولسوال دا هم ونه ویل چې دا نشه یی توکی دې ولسوالۍ ته له کومه ځایه وروړل شوی و .دجلال اباد په هوایی ډګر کې میشتو دملی امنیت اداری ځانګړو ځواکونوپه یوه بله خبر پاڼه کې ویلی چې تیره شپه دغو ځواکونو دننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې دطالبانو پر یو پټنځای عملیات کړی چې پکې یو وسله وال طالب د نښتی پر مهال وژل شوی او وسله او مهمات یی د امنیتی ځواکونو لاسته ورغلی دی په خبر پاڼه کې راغلی چې په دې عملیاتو کې د طالبانودوه مرکزونه چې زیاته اندازه نشه یی توکی پکی و، هم له مینځه وړی دی طالبانو تر اوسه په دی اړه څه نه دی ویلی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي