برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ترافیکي پېښه کې 40 تنو ته مرګ ژوبله اوښتي

آریانانیوز: د کندهار ـ هرات پر لویه لاره د میوند ولسوالۍ د حوض مدد په سیمه کې یوه خونړۍ ترافیکي پېښه رامنځ ته شوي چې له امله یې 17 تنه مسافر مړه او 20 نور ټپيان شوي دي.



دغه پېښه نن سهار وختي په یاده سیمه کې د یو باروړونکي مازدا موټر او د احمدشاه ابدالي شرکت د مسافر وړونکې 404 ډوله موټر ترمنځ د ټکر په پایله کې رامنځ ته شوې.
د کندهار چارواکو هم پیښه تأیید کړي خو د تلفاتو د شمېر په اړه یې ناخبري ښودلي، همدارنګه یې له مړو او زخمیانو سره د مرستې په رابطه هم څه نه دي ویلي.
باید وویل شې چې دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې خصوصاً د کابل هرات پر لویه لاره دا ډول دردوونکي پیښه رامنځته کیږي، بلکي تر دې وړاندي هم په ځلونو دا ډول ترافیکي پیښو د بې شمېره خلکو ژوند اخیستی. چې لامل یې د موټرچلوونکو نشي کول، ناتجربګي، د خلکو له ژوند سره نه احتیاط ، د سړک خرابي او په ټوله کې د موټر مالکانو او چلوونکو نه تعقیب او د هغوی نه مجازات کول، هغه څه دي چې دا ډول خونړۍ پیښې یې یوه عاده چاره ګرځولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي