برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

ننګرهار: چپرهار ولسوالۍ کې امریکايي عسکرو ۹ ملکیان وژلي

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې امریکايي عسکرو ۹ ملکیان وژلي او ځینې ټپیان کړي دي.
د چپرهار ولسوالۍ ځايي خلک وايي، تېره شپه په ماڼو، ګراتک او مندرخېلو په کلیو کې امریکايي عسکرو ۹ هغه ملکیان وژلي، چې اوبه یې لګولې.
د یادو سیمو خلکو د وژل شویو خلکو جسدونه د ولسوالۍ مرکز ته راوړي او لاریون یې پیل کړی دی.
چپرهارد ننګرهار هغه ولسوالي ده، چې تراوسه یې پر ځینو سیمو داعشیان مسلط دي.
تېره اوونۍ د چپرهار په ډاګو سیمه کې د داعش وسله والو دوه ملکیان له کورونو ایستي وو او وروسته یې وژلي وو.
تراوسه د ننګرهار امنیتي چارواکو د چپرهار د بېګانۍ پېښې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ځايي خلکو د چپرهار ـ جلال اباد لاره د ترافیکو پرمخ تړلې ده.
چپرهار جلال اباد ته نږدې ولسوالي ده، چې په دې وروستیو کې د داعش وسله والو سخته وځپله او زرګونه کورنۍ یې نورو سیمو ته کډه شوې.

شریک یي کړئ!