برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۶ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

۶۵۰ افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې پراته دي

آریانانیوز: د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۵۰ کډوال د پاکستان په زندانونو کې پراته دي او یو شمېر یې ناروغه دي.


په کراچۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ یو دیپلومات عبدالجبار تخاري اعلان وکړ چې اوس هم په پاکستان کې ۶۵۰ افغان کډوال بندیان دي چې باید خوشي شي.

نوموړي ویلي، چې د پاکستان له حکومته غوښتل شوي، چې د دغه هېواد له زندانونو دې افغان کډوال خوشې کړي.

عبدالجبار تخاري وویل: د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۵۰ کډوال د پاکستان په زندانونو کې پراته دي او یو شمېر یې ناروغه دي. موږ د اسلام اباد له حکومته غوښتنه کړې چې دغه پناه غوښتونکي خوشې کړي.

په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ هم مخکې ویلي وو چې د دغه ښار له زندانونو څخه ۲۰۰ افغان کډوال افغانستان ته انتقال شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي