برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

۳۶افغان کډوال له ډوبېدو ژغورل

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د البانیا دفاع وزیره وایي چې د البانیا یوې بېړۍ په ایجه سمندرګي کې ۳۶ افغان کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي
د البانیا دفاع وزیرې اولتا شاکا پرون په ټویټر کې ولیکل چې د اروپایي ټولنې د سرحدي ساتونکو په مرسته د البانیا بېړۍ ۱۹ افغان ماشومان، اته مېرمنې او نهه نارینه چې غوښتل‌یې د یونان لور ته پورې وځي، وژغورل او سیمه‌ییزو چارواکو ته‌یې وسپارل.

شریک یي کړئ!