برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

یو تن سیک د څمکی دغاصبینو څخه ژغورل

آریانانیوز: په ننګرهار کې سیمه ییز چارواکې خبر ورکوی چی په دی ولایت کې د غاصبینو څخه د یو هم وطن سیک ۲۰ جریب ځمکه بېرته ورسپارل شوی دی.



د ننګرهار والی ویاند عطاءالله خوګیانی په یوی مرکه کې په دی اړه وویل: د ننګرهار والی شاه محمود میاخیل په امر، د څو کالو وروسته د یو هم وطن سیک ۲۰ جریب ځمکه چی د سره رود ولسوالی آدم خیل سیمه کې د غاصبینو له لوری غصب شوی وو، د هغوی څخه بېرته نیول شوی او خپل اصلی صاحب ته سپارل شوی دی.
د ننګرهار والی ویاند ددی ځمکو بېرته سپارل کیدل و خپل صاحب ته په ننګرهار کې د عدالت او قانون تطبیق یو نشانه وبلل.
همدارنګه سیک هم وطن د ننګرهار چارواکو هڅو څخه ستاینه وکړه.
یادولو وړ دی چی سیک هم وطن لسګونه کورنۍ د ننګرهار په ولایت کې اوسیږی. دا هیواد وال هم اخیرو څو لسیزو کې د ناامنی، تبعیضونو او قانون ماتونو څخه زیانمن شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي