برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یو اربکی قومندان وژل شوی او ۱۰ يې ژوندي ونیول شول

آریانانیوز: طالبان وايي غور ولایت کې د دوی پر کمین ور برابر شوي ۱۰ اربکیان يې ژوندي نیولي دي.


د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دغه اربکیان د چهارسدې ولسوالۍ په پای بیشه سیمه کې د دوی ګوتو ته ورغلل.
خبرپاڼه لیکي، په یاده سیمه کې «۱۰ تنه مزدور اربکیان د کمین په ترځ کې ژوندي ونیول شول اوقضیه یې د اسلامي امارت شرعي محکمې ته وسپارله.»
هم مهاله د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د اربکیانو عمومي مالي مسؤل د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
طلامحمد؛ چې شاجوی ولسوالۍ کې يې د اربکیانو مشري پر غاړه لرله، نن غرمه مهال د شاجوی بازار ته څېرمه د طالب سرتېرو په برید کې ووژل شو.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دغه برید چې نن بازار ته څېرمه کلاخېلو سیمه کې وشو، طلامحمد د هغه له دوو ساتونکو سره پکې ووژل شو.
د زابل ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي، دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ طالبانو د زابل د اتغر ولسوالۍ د نیولو خبر هم ورکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي