برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳۱ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

یوځل بیا په کونړ د توغنديو ویشتل

آریانانیوز: درسنیوپه رپوټ پاکستاني پوځیانو له تیرې ورځې راهیسې یوځل بیا د ډیورنډ په فرضي کرښه د کونړ ولایت په مربوطاتو کې توغندويي بریدونه کړي دي
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصصم وايي، پاکستاني پوځیانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ددې ولایت په شلتن ولسوالۍ ۲۹ توغندي توغولي، چې له امله یې یو شمېر کورونه نړیدلي او خلکو ته ځاني او مالي زیانونه رسیدلي دي
که څه هم نوموړي ددې توغندیو د تلفاتو په هکله تفصیل نه دی ورکړی؛ خو تر دې وړاندې د پاکستاني ځواکونو توغندیزو بریدونو کې اووه تنه ملکیان وژل شوي وو
که څه هم تردې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځ د توغندیزو بریدونو په تړاو ملګرو ملتونو ته شکایت کړی ؤ؛ خو لاهم په کونړ او نورو سرحدي سیمو د پاکستاني پوځ لخوا ویشتل کېدونکي توغنديز بریدونه نه دي دریدلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي