آریانانیوز: په هند کې د افغانستان د ګډ حکومت سفير شيدا ابدالي له شپږ کالو دندې ترسره کولو وروسته تېره ورځ له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
نوموړي له ۲۰۱۲ کال راهيسې په هند کې د افغانستان سفير و او تېره ورځ، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني هند ته سفر وکړ، ښاغلي ابدالي ورته خپل استعفا ليک وړاندې کړ او بيا يې په خپل ټويټر هم خپور کړ.
شيدا ابدالي په خپل استعفا ليک کې له اشرف غني غوښتي، چې له شل کلن ډيپلوماټيک او په ځانګړې توګه په هند د افغانستان د سفیر په توګه له شپږ کلن ماموريت وروسته يې د هېواد د ملي ګټو په موخه استعفا ومنل شي او په وينا يې نور غواړي، چې په هېواد کې دننه د خپلو خلکو خدمت وکړي.
که څه هم تر اوسه شيدا ابدالي په خپله دا نه دي ويلي، چې تر دې وروسته به څه کوي، خو نوموړي ته نږدې سرچينو رسنيو ته ويلي، چې ښاغلی شيدا ابدالي د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو خپلواک نوماند دی او غواړي د خپل ټاکنيز ټيم او کمپاين لپاره سر له اوسه کار وکړي.
تر ده وړاندې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر هم د ګډ حکومت له مشرتابه سره له اختلافاتو وروسته استعفا ورکړې وه او وروسته روښانه شوه، چې هغه هم د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نوماند دی او د دې لپاره يې خپل ټاکنيز ټيم هم ټاکلی دی.
ځينې ناتاييد شوي راپورونه وايي، چې د ملي امنيت پخوانی رحمت الله نبيل هم د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نوماند دی.
راتلونکی ۲۰۱۹ کال د ولسمشريزو ټاکنو کال دی، خو هلې ځلې ورته سر له اوسه پيل شوي او هر څوک هڅه کوي، چې په دغو ټاکنو کې د بریا لپاره خپل مناسب مرستيالان او ټاکنيز ټيم پيدا کړي.