برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ حوت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ګډ حکومت دې جوړ شي

آریانانیوز: درسنیوپه رپوټ یو شمېر افغان سیاستوالو او د سیاسي ګوندونو مشرانو د ټولو په ګډون د داسې یوه حکومت رامنځته کولو غوښتنه کړې چې د دوی په وینا سولې ته ژمن وي. په دې ډله کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، اجرائیه مشر عبدالله عبدالله، د ملي اسلامي جنبش ګوند د مرکزي شورا مشر باتور دوستم، د افغانستان د خلکو وحدت ګوند مشر محمد محقق، د افغانستان د وحدت ګوند محمد کریم خلیلي، د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او انوار الحق احدي برخه لرله. دوی د ګلبدین حکمتیار په کور کې غونډه کړې ده.
د دې ډلې سیاستوالو له خوا په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان چې “د اساسي قانون سره د حکم خلاف اعلان شوې د کړکیچ پراخېدو لامل کېږي نو ځکه خلکو ته د منلو نه دي
په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د غونډې ګډونوالو د یوه داسې “ټول شموله حکومت” د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وکړ چې د دوی په وینا د افغانانو د سیاسي اجماع استازولي وکړي او د سولې له بهیر سره همکار وي.
دې ډلې سیاستوالو د سيمې او نړۍ له هېوادونو غوښتنه کړې چې د “کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي او سولې بهیر ته د زیان نه رسېدو په موخه دې د ولسمشریزو ټاکنو د اعلان شویو پایلو ملاتړ نه کوي
په اعلامیه کې له نورو افغان سیاسي شخصیتونو غوښتنه شوې چې له دې ډلې سره یو ځای شي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه