برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ دی , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

کرزی: د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښمن یم

آریانانیوز: د افغانستان پخواني ولسمشر د پاکستان له حکومته وغوښتل چې له افغان کډوالو سره د بشري حقونو د نړیوالو اصولو اوموازینو پر بنسټ د یوه ښه او متمدن ګاونډي په توګه چلند وکړي.


د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو وضعیت دردناک دی.

هغه زیاته کړه: ملګري ملتونه او د بشري حقونو سازمانونه باید د پاکستان له زندانونو څخه د افغان مهاجرینو د حقوقو او آزادۍ د خوندیتوب لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي.

کرزي ټینګار وکړ چې د پاکستان حکومت باید له افغان کډوالو سره د بشري حقونو د نړیوالو اصولو اومعیارونو پر بنسټ د یوه ښه او متمدن ګاونډي په توګه چلند وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې تر دې مخکې ویلي وو چې د پاکستان په زندانونو او په ځانګړې توګه په کراچۍ کې د افغان مهاجرو بندیانو د رپوټونو او انځورونو لیدل د اندېښنې وړ دي.

سازمان ویلي چې د دوی کورنۍ او ماشومان باید د دوی وضعیت په پام کې نیولو نه پرته په زندان کې نه وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي