برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳۰ آبان , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

کرزی: د کډوالو جبري اخراج غیر مسؤلانه دی

د افغانستان پخوانی ولسمشر وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستل یو بشري ضد عمل دی.


د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زور ایستل یو بشري ضد او غیر مسوولانه عمل او د نړیوالو معیارونو خلاف کار دی.

هغه زیاته کړه: له افغان کډوالو سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو بدرفتاری او تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.

کرزي دغه راز د پولې دواړو غاړو ته د افغان کډوالو د ملاتړ له امله له خلکو مننه وکړه.

د افغانستان پخواني ولسمشر هم پر مخورو شخصیتونو، د بشري حقونو او نړیوالو بنسټونو غږ وکړ چې د دغو کډوالو د حقونو د خوندیتوب او له هغوی سره د مداوم بدرفتارۍ د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

هغه په دې هېواد کې له مېشتو افغانانو وغوښتل چې د افغانانو پر وړاندې د ظلم پر وړاندې متحد شي او د خپلو حقونو د تامينولو لپاره خپل غږ پورته کړي.

کرزي له افغان خیریه موسسو او سوداګرو هم وغوښتل چې له شړل شویو کډوالو سره بیړنۍ بشري مرستې وکړي.

نوموړي په دې خبرپاڼه کې له نړيوالې ټولنې هم غوښتي، چې افغانستان ته له ستنېدونکو کډوالو سره لازمې مرستې وکړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر یو ځل بیا ټینګار کړی چې پاکستان باید له افغانستان سره مدني او باعزته اړیکې ولري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي