برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۵ آبان , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

حامد کرزی: داعش یوه وارداتي پدیده ده

آریانانیوز: حامد کرزی؛ پخواني ولسمشر وویل: زموږ په هېواد کې ستونزمن وضعیت او وروستۍ ترهګریزې پېښې ښيي چې موږ لا هم د تلپاتې سولې له رامنځته کېدو او د امنیت او ثبات له ټینګښت څخه ډېر اوږده لاره لرو.


کرزي د داعش په نوم په کابل، کندز او کندهار کې وروستي ترهګریز بریدونه د افغانستان د ثبات پر وړاندې یوه دسیسه وبلله او ویې ویل: داعش یوه وارداتي پدیده ده چې د افغاني ټولنې له دین، تاریخ او فرهنګ سره هیڅ ډول تړاو او سمون نه لري.

کرزي په افغانستان کې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره وویل: موږ د وروستیو بدلونونو هرکلی کوو چې د جګړې اور یې کم کړی او په هېواد کې یې د جګړې او وینې تویدنې د ختمولو لپاره لاره هواره کړې ده. او موږ ډېر خوښ يو چې نن د افغانستان خلک د جګړې او وژنې بد خبرونه نه اوري يا لږ اوري. خو حقیقت دا دی چې زموږ په هېواد کې ستونزمن وضعیت او وروستۍ ترهګریزې پېښې دا په ډاګه کوي چې موږ لا هم د تلپاتې سولې له رامنځته کېدو او د امنیت او ثبات له ټینګښت څخه ډېر لرې یو.

نوموړی وویل چې د افغانستان د ستونزې حل له خلکو سره مشوره او راجع کول دي. ځکه سیاسي ثبات او دایمي سوله د خلکو له مشارکت پرته نه شي راتلای.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي