برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۱ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ګډو ځواکونو د ملکي وګړو سل دوکانونه، کلينيکونه او هوټلونه و نړول

د غزني ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د ملکي خلکو په کورونو او بازارونو چاپو کې دا ځل ګډو ځواکونو سل دوکانونه او دوه روغتيايي مرکزونه نړولي دي
راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو تيره شپه د غزني ولايت ناوې ولسوالۍ په بازار بريد کړی دی او د ملکي وګړو سل دوکانونه او دوه روغتيايي مرکزونه يې نړولي دي چې له امله يې ملکي وګړو ته دروند مالي زيان اوښتی دی
له سيمې څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې ګډ ځواکونو تيره شپه د ناوې ولسوالۍ بازار ته ورغلي او هلته يې د بازار په نړولو لاس پورې کړی دی او تر سهاره يې د بازار سل دوکانونه، دوه روغتیايي مرکزونه،
څلور هوټلونه او درې د تيلو پمپونه نړولي دي او سوځولي دي
د طالبانو و ياند ذبيح الله مجاهد د ناوې ولسوالۍ د بازار نړول غندلي دي او ویلي يې دي چې د ناوې ولسوالۍ ګناه دا وه چې دطالبانو تر واک لاندې سيمو کې راځي او په وينا يې که چېرې دا منطق سم وي نو دوی به هم ټول هغه بازارونه او روغتونونه له منځه يوسي چې د حکومت تر واک لاندې سيمو کې دي
مجاهد زياتوي چې باید دنیا وال، رسنۍ او بې پرې جهتونه د اسلامي امارت په معقولیت، انساني مبارزې او اسلامي تګ لارې او په مقابل کې يې د دښمن په دغه راز پریوتي تګ لارې او وحشتونو باندې قضاوت وکړي
ګډ ځواکونه په داسې حال کې د غزني ولايت د ناوې ولسوالۍ په بازار بريد کوي چې د تيرې پنجشنبې په ورځ د لغمان ولايت اليشنګ ولسوالۍ په شمکټ کلي چاپه وهلې ده او يو روغتيايي مرکز يې په بشپړه توګه له منځه وړی او بل يې تخريب کړی دی
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو له لوري په ملکي اهدافو بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې د ملکی وګړو په مالي او ځاني تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی
دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي