برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ګډو ځواکونو اته عام وګړي ووژل

آریانانیوز: دیوراپورله مخی تيره شپه ګډو ځواکونو د کندهار ولايت د شاه وليکوټ ولسوالۍ اړوند چنار سيمه کې د ملکي وګړو په کورونو چاپې ووهلې او هوايي بريدونه يې وکړل چې په نتيجه کې يې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي دي او څلور تنه نور ګډو ځواکونو له ځان سره وړي دي
سرچينه زياتوي چې په دغه چاپه کې د ملکي وګړو کورونه هم نړيدلي دي او يو شمير موټر او موټر سايکلونه هم له منځه تللي دي
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې هره ورځ د ملکي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو له لوري عمليات او چاپې اچول کيږي چې له امله يې د ملکي وګړو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی
دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه په لغمان ولايت کې هم ګډو ځواکونو د ملکي وګړو په کورونو چاپې اچولې وې چې په نتيجه کې يې د ليسې د يو زده کوونکي په ګډون درې تنه ملکي وګړي
وژلي وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي