برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۲ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کریم جنت بالاخره کندهار لوبډله په لومړۍ بریا ونازوله

آریانانیوز: د افغانستان پریمیئر لیګ په دیارلسمه لوبه کې چې د ننګرهار ليپرډز او کندهار نایټس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، کندهار نایټس لوبډلې له څلورو ماتو وروسته خپله لومړۍ بریا د کریم جنت په مرسته ترلاسه کړه.


په دغه سیالۍ کې چې د دواړو لوبډلو لخوا ښه توپوهنه ترسره نه شوه خو د کریم جنت په غوره آلراونډر کارکردګۍ یې لوبډله وتوانېده د ننګرهار پر وړاندې د ۱۳۷ منډو کم هدف دفاع وکړي.
په دغه سیالۍ کې د کندهار لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، له پېله یې ویکټې له لاسه ورکړې چې مجیب الرحمن د سیال لوبډلې لوبغاړي توپوهنې ته پرینښودل او څلور لوبغاړي يې وسوځول، خو په وروستي وخت کې د کریم جنت او سید شیرزاد توپوهنې یې لوبډلې ته د بري هیله وښوده.
ددوی لخوا کریم صادق ۸، سټرلینګ ۳، میکولم ۳، اصغر افغان ۴، ریکي ویسلز ۲۲، نجیب الله ځدراڼ، ۲۴، کریم جنت ۴۰ ناسوځېدلې او سید شهزاد ۱۹ منډې جوړې کړې، چې ننګرهار لوبډلې ته یې د ۱۳۷منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې د ننګرهار لوبډله له ستونزو سره مخ شوه، کریم جنت وتوانېد د تکړه جانسن چارلس، شفیق الله شفق او عمران جنت (رن اوټ) ویکټې ترلاسه کړي، په همدې ډول ننګرهار لوبډلې ټول لوبغاړي د ۱۱۰ منډو په جوړولو وسوځېدل، او همدا ډول کندهار لوبډلې په افغانستان غوره لیګ کې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.
کریم جنت د ۴۰ منډو جوړولو ترڅنګ ۲ ویکټې او یو رن اوټ هم کړ، چې په پای کې یې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.
د تېرې ورځې په لومړۍ سیالۍ کې د بلخ لیجنډز او پکتیا پینترز لوبډلې مخامخ شوې چې د محمد نبي لوبډلې د محمد شهزاد لوبډلې ته د ۸۹ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه، په دغه لوبه کې د بلخ لخوا درویش رسولي په ۲۸ توپونو ۴۴ او ریان ټین ډیسکاټې د ۵ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته ۷۴ منډې جوړې کړې.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان غوره لیګ کې تر دې دمه ټولې ۱۳ لوبې ترسره شوي، بلخ په ۴ بریاوو سره لومړی، کابل ځوانانو په ۳ بریاو سره دویم، پکتیا په ۳ بریاو سره درېیم، ننګرهار ۴م خو کندهار په یوازې یوې بریا سره د جدول په وروستي کې دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي