برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۸ آبان , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

کابلوف: امریکا او بریتانیا د داعش ډلې په پیاوړي کولو کې مرسته کوي

آریانانیوز: په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، چې امریکا او بریتانیا په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د څانګې د دریځونو اوویجاړونکو توانونو د تقویه کولو لپاره خپل ټول کوششونه په کار اچوي.


د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د داعش د ودې په اړه وايي: د امریکا متحده ایالات له برتانیې سره په ګډه د داعش د افغانستان څانګې په پیاوړي کولو کې مرسته کوي، په داسې حال کې چې د طالبانو له مشرانو څخه د بې پیلوټه الوتکو د ګواښلو له لارې باج اخلي چې له روسیې او چین څخه ځانونه لرې کړي.

ضمیر کابلوف په یوه مقاله کې لیکلي: امریکایان له برتانوي ملګرو سره یوځای د داعش د افغاني څانګې د سنګرونو او د ورانګرو امکاناتو د پیاوړي کولو لپاره خپله ټوله هڅه کوي. تر څو دا ډله د منځنۍ اسیا پر ګاونډیو هېوادونو د فشار راوړلو وسیله وي چې له روسیې څخه جلا شي.

هغه په ډاګه کړه: د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په ګواښلو سره، متحده ایالات د طالبانو چارواکي هڅوي چې له روسیې او چین څخه ځانونه لیرې کړي، او په ښکاره توګه باج غوښتنه کوي.

په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي: په ورته وخت کې، کابل هم مکلف دی چې په افغانستان کې د ایغور وسله والو، چې د ختیځ ترکستان د تش په نامه اسلامي غورځنګ څخه جوړ شوي، فعالیتونه محدود نه کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي